
ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت ریکارډ کچه غورځېدلی؛ نن یو ډالر په ١٠٠ افغانۍ تبادله کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ١٦ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکايي ډالرو مقابل کې د افغانۍ ارزښت نن د سه شنبې په ورځ نیږدې درې افغانۍ نور و غورځېدلو او د غرمې تر١٢ بجو یو ډالر په ١٠٠ افغانۍ تبادله کېده.
په کابل کې د صرافانو لوی مرکز سرای شهزاده نن د افغانیو د ارزښت د غورځېدو راپور ورکولو چې د بازار د خلاصېدو سره یې ارزښت ٩٨ افغانۍ خو تر غرمې بيا ١٠٠ افغانۍ ته وغورځېد.
دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالر مقابل کې خپل ارزښت تر دغه حده بایلي.
ورته مهال کې کلدارې هم د ډالرو مقابل کې په ریکارډ کچه ارزښت غورځېدلی دی. نن د ورځې تر پایه د پاکستان په بانکونو کې ۱۷۵.۷۰ کلدارې تبادله کیدل خو په ازاد بازار کې بیا د یو ډالر نرخ تر ۱۸۴ تبادله کېده.
د افغانیو د ارزښت غورځېدو سره د اولیه موادو نرخونو د لوړیدو اندېښنه هم شته دی، ځکه اکثریت اولیه مواد له نورو هیوادونو په ډالرو اخیستل کیږي.
د افغانیو ارزښت په داسې حال کې غورځېږي چې امریکا د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارده ډالر اسعاري زیرمې کنګل کړي دي.
د افغانستان بانک د دې لپاره چې افغانیو ارزښت د نورو اسعارو مقابل کې وساتي له بانکونو د ډالرو په ویستلو محدودیتونه وضع کړي دي.
حاضره د انفرادي حسابونو درلودونکي کولای شي چې په میاشت کې ١٢٠٠ ډالر او شرکتونو حسابونو تر ۲۵زره ډلرو پورې له بانکونو راوباسي.
طالبان که دافغانی نرخ ونه تړی نو دشاهزاده مارکیت او امریکایان به دافغانی بیخ په ګډه وباسی.
داسی هوښیار سته چه په طالبانو باندی داقتصاد درس ووایی او دراتلونکی بحران مخه ونیسی.
د حقانیانو له برکته به بانکونه ډیر زر سقوط وکړی. د بانکونو سقوط د حکومت سقوط دی. خو زما پیشنهاد امارتوالو ته دا دی چی: امنیتی بخشونه د ټول طالبان تر کنترول لاندی ونیسی خو طالب دی پریږدی چی نور کارونه مسلکی او با تجربه کسان سر ته ورسوی. د الله پاک خلاف قدم مه ږدی کار اهل کار ته وسپاری. کچیری مو دا کار ونکړ تاسی به هم د زوال خواته ولاړ شی.
وماعلینا اللبلاغ