افغانستان

افغانستان ته د بشري نغدي مرستو دوهمه کڅوړه را ورسيده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ١٦ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک وايي چې افغانستان  ته د بشري مرستو په لړ کې نن سه شنبه د نغدي مرستو دویمه کڅوړه راورسیده.

دغه بشري نغدي مرستې چې د ملګرو ملتونو له خوا يې توزیع او څار کيږي  د کابل له هوايي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک(AIB) پورې د لېږد زمینه د افغانستان بانک برابره کړې وه.

‏د افغانستان بانک ويلي دي چې دوى د اصولي لارو د اسانه کولو لپاره چې د هېوادوالو د بې وزلۍ او ناچارۍ د مخنیوي لامل کېږي، تل هڅه کړې او له دې لارې هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.

‏ تېره اوونۍ هم ١٦ ميليونه ډالر نغدي مرستو یوه کڅوړه د افغانستان نړیوال بانک(AIB) ته سپارل شوې او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

همدا مرستی هم افغانی د سقوط کندی ته وړی ځکه چی دا هغه کنګل شوی پیسې دی چی امریکایانو کنګل کړی دی. کچیری دا پیسې خلاصی شی نو د افغانیو پشتوانه پیسې به ختمی شی او افغانی به د یو معمولی کاغذ په شان شی. ولی نه پوهیږی؟ لږ سیاست باندی ځانونه پوه کړی. د لوړو تحصیلاتو وزیر نجونو ته د مکتب اجازه نه ورکوی پرون یی په پاکستان کی له یوی چاټی سره اوږه جنګولی عکس یی په میډیا ګانو کی خپور شوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x