افغانستان

والیانو ته د شیخ هبة الله اخندزاده سپارښتنه؛ بهر ته د تلونکو افغانانو ستونزې ورحل کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت مشر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده خپلو والیانو او مسئولینو ته سپارښتنه کړې ترڅو بهر ته د تلونکو افغانانو ستونزې واوري او حل لارې ورته ولټوي.

دغه سپارښتنلیک چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوی په ترڅ کې یې هغه ستونزې او ننګونې په ډاګه شوي چې له هېواده تلونکي افغانان ورسره مخ کیږي، چې په لاندې ډول دي:

«ــ د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کیدل چې د خپلوانو او عامو افغانانو د خفګان سبب ګرځي.

ــ د ځینو مغرضو برنامو له مخې عقائد، اخلاق او معنوي ارزښتونه له خطر سره مخ کیږي.

ــ د اوسیدو د جواز په خاطر د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولوته اړ کیږي.

ــ په عوض د دې چې د ځینو اشخاصو مسلکي وړتیا د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې صرف شي، هلته په عادي او حتی په ځینو حقیرو چارو سرته رسولو کې صرف کیږي.»

د پورته ستونزو او ننګونو په نظر کې نیولو سره د اسلامي امارت مشرتابه والیانو او اړونده مسئولینو ته سپارښتنه کړې ترڅو له دیني عالمانو سره په همکارۍ له هېواده تلونکو افغانانو سره مخامخ ناستې ترسره کړي او د هغوی ستونزو ته ممکنه حل لارې ولټوي.

ددې ترڅنګ د اسلامي امارت مشرتابه د کسبه کارانو، متخصصینو او سوداګرو د فعالیتونو په وړاندې د خنډونو له منځه وړلو په موخه امنیتي مسئولین د لازیاتو امنیتي تدابیرو نیولو ته هڅولي ترڅو کسبه کاران او سوداګر په ډاده زړه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ښه ژوند په هیله له هېواده بهر ته د تلونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د هېواد په لویدیځ کې هره ورځ تر پنځو زرو پورې افغان کډوال ګاونډي هېواد ایران ته په قاچاقي ډول اوړي او له هغه ځایه بیا اروپايي او نورو لویدیځو هېوادونو ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سردار

هیبت الله دی کمپلی لاندی پروت ده او خیالی فرمانونه ورکویی او باید خپل ویده ریس الوزرا حسن ته دی نصیحت وکړی چی په خره. چپه سپور ده او له پاکستان نه فرمانونه اخلی دی خلکو ستونزه تعلیم ده کار او زنده ګی ده کوم چی ملا حسن خپل ځان مسوول نه بولی او وایی چی دخلکو دی روزی ځیموار نه یم بلی خلک پوهیژی چ ملا حسن صرف دی پاکستان دی اوامرو ځموار دی او بس

اسلام زنده باد

لمری خند: بی عزتی، طالبان د متخصصو خلګو سخت بی حرمتی او بی عزتی کری. مثال، په پوهنتونو کی یی خپل له طرفه داسی نمایندګان تاکلی چی لسانیس حتی زینی یی لسانس هم نه لری، نو تاسو فکر وکری چی یو پروفیسور چی دوکتورا ولری او طالبانو ورته کوچنی هلک چی لسانس نه لری بغل ته کشینولی چی دده سره مشوره کوه ایا دا بی عزتی نه ده؟؟ تول غت پوستنو مو په قاریانو او مولویانو دک کری دی، ایا دا بی عزتی نه ده؟؟؟؟ شیخ دلاور د معدن وزارت کولای شی؟؟؟ د شیخ فلان د شارسازی وزارت کولای شی.… نور لوستل »

اسلام زنده باد

شیخ صاحب شه نظر ورکری خو دا اعلامیه فقط یو نصیحت دی. زوانان او متخصصین طرحه غواری داسی طرحه چی هغه کی لویژی او فقر ختم شی. تش په نصیحت نه کیژی. شیخ صاحب دی د اقتصاد د بهتری لپاره د متخصصینو سره مشوری وکری لند مهاله او اوژدمهاله طرحه دی وراندی کری، عملا دی یی تطبیق شروع کری. زوانان د لویژی ژرا تاسو دا اولس د حاله زان خبر کری

طوطی

اوس د هر څه مسؤلیت د امارتوالو پر غاړه دی. بس دوی دی خلکو ته کار پیدا کړی هیڅ یو به بهر ته نځی ولی ګورو چی یو ډالر په ۱۰۴ افغانی شوی، یوه بوری اوړه ۲۵۰۰ پوری رسیدلی، کار نشته، ډوډی نشته بس ملا صییب په کومه سوړه ننوتی او فرمانونه صادره وی داسی وکړی داسی مکوی. خپله یی د ژوند او مړینی درک نه لګیږی عجیب خلک یاستی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx