د غزې څلور قاتلان

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): یوې پاکستانۍ ورځپاڼې (امت) چې د جماعت اسلامي ګوند ته نږدې بلل کیږي لیکلي چې د غزې اصلي قاتلین څلور دي. نوموړې ورځپاڼې د اسرائیل د وزیر اعظم «بنیامین نتنیاهو» سربیره د سعودي پاچا ملک عبد الله، د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي، او د متحده عرب اماراتو امیر خلیفه بن زاید دغزې د ولس د قاتلینو په نامه یاد کړي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې ټولې اسلامي نړۍ ته خبر ورکول کیږي چې دغه څلور کسان د غزې د خلکو قاتلین دي، ددوی د خپل منځي تفاهم او سازش له کبله تر اوسه ۲ زره تنه ښځي، ماشومان، سپين ږیري او بې ګناه ولسي وګړي ووژل شول، تر ۱۲۰ زیات مسجدونه بمبار او ونړول شول، مکتبونه، روغتونونه، پلونه، سړکونه، بریښناکوټونه، او د اوبو ذخیري یې بمبار او تخریب کړې، هر رنګه خوراکي توکي، دواوي، ډاکټران، او حتی د کفن جامې یې پرې بندې کړي.

د ورځپاڼې په وینا دا څلور کسان د مسلمانانو جنګي مجرمان دي، د دوی په خلاف باید په نړیوال عدالت کې محکمه دایره شي، یو مسلمان دي هم د دوی سره تعاون نه کوي، د دوی کومک دي نه کوي، د دوی لپاره دي کار نه کوي، دوی ته دي دعا نه کوي، ددوی خدمت دي نه کوي، ددوی څخه دي مالي مرسته، خیرات، صدقات او او زکات نه غواړي، ځکه چې ددوی ټول مال او دولت د غزې د مسلمانانو په وینه لړلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې هیڅوک دې هم له دوی سره کاروبار نه کوي، د دوی سره دي معاهده نه کوي، دوی ته دي پناه نه ورکوي، ددوی تعریف دي نه کوي، مالي معامله دي نه ورسره کوي، سیاسي حمایت دي یې نه کوي، سفارتي اړیکي دي نه ورسره جوړوي، ددوی خبره دي نه اوري، ددوی دفترونو ته دي نه ورځي، پر هر مسلمان فرض دي، چې دوی ته ښیرا وکړي، ددوی په خلاف مظاهرې او احتجاج وکړي، ددوی محاسبه وکړي، کوشش وکړي چې دوی قانون ته را کش کړي، او د الله جل جلاله په دربار کې ددوی په خلاف زارۍ او فریاد وکړي، تر څو دوی ته د جهنم دروازې خلاصي کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پر هر مسلمان فرض دي چې د هر لمانځه وروسته دوی ته ښیرا وکړي، تر څو په دنیا او اخیرت کې شرمنده او د رسوایۍ سره مخ شي، ټول مسلمانان دي سره یو شي، او د خپل واک د بقا لپاره د زرګونو مسلمانانو وینه بهونکي دغه قاتلین نور د احترام او تعظیم لایق نه دي، د دوی حفاظت، احترام، او په ښه القابو یادول د غزې د مسلمانانو له وینو سره خیانت او بې انصافي ده.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې دغه مجرمان د خپل قدرت په خاطر خپل دین خرڅولای شي، خپل هیواد خرڅولای شي، خپله ازادي او استقلال خرڅولای شي، ددوی پر یوه خبره دي هم اعتبار نه کیږي، هیڅ وعدې ته دې اعتبار نه ورکول کیږي، او هیڅ معافي دي یې نه قبلیږي، ځکه چې دا ټول د غزې د مسلمانانو قاتلین دي.

باید وویل شي چې د جماعت اسلامي ګوند نن ورځ اعلان وکړ چې دوی د غزې مسلمانانو ته یو ملیون ډالره او یو شمېر امبولانسونه د مرستو په توګه لیږلي، او د رواني میاشتي (اګست) پر ۱۷مه نیټه به د ملیونونو خلکو په ګډون له فلسطینیانو څخه د ملاتړ او د اسرائیلو پرضد مظاهرې کوي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د