ټکنالوژي

د سامسنګ تر ټولو ارزان بیه فایو جي موبایل «ګلیکسي اې ۱۳» وړاندې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ځیرک موبایلونو مشهور کوریایي شرکت سامسنګ اعلان کړی چې په 5G ټکنالوژي سمبایل ارزانه موبایل یې وړاندې کړی دی.

د سامسنګ شرکت په نړۍ کې یو له هغو شرکتونو څخه دی چې تل یې په غوره کیفیت او جالبو ځانګړتیاو سره د مناسبې بیې موبایلونه وړاندې کړي دي، چې نږدې هر څوک کولی شي د موبایل اخیستلو ته لاسرسی ولري.

دغه موبایل (Galaxy A13) دی چې د غوره سکرین، اوږدې مودې بیترۍ، ښکلې درې لینزي کامرې او څنډه په څنډه په زړه پورې ډیزاین شوی دی، چې ترڅنګ یې د فایو جي ټکنالوژي چلولو وړتیا هم لري.

ځانګړتیاوې:

دغه موبایل ګلیکسي A13 ماډل دی چې د تېر A32 فایو جي سره ورته دي، خو ددې موبایل بیه د هغې په پرتله خورا ټيټه ده.

ګلیکسي اې 13، 6.5 انچه ډیسپلی لري، چې ریزولوشن یې 700 پر 1600 پیکسلو کې دی او د 1080 ظرفیت ویدیو چلولی شي. په دې کې د اندراید 11 چلونکی سیستم لري.

که د پراسیسر په اړه وویل شي، په داخل کې یې د میډیا ټیک شرکت ډیمینسټي 700 پراسیسر ورکړل شوی، چې د بېلا بېلو ګیمونو او ویدیوګانې خورا په ښه توګه اداره کوي.

دغه موبایل کې د 4 جي بي ریم سره 64 جي بي داخلي حافظه ورکړل شوې چې د میموري کارت په واسطه زیاتېدلی شي. د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ یې په څنګ کې ځای پرځای شوی دی.

شاخوا ته درې کامرې لري، منځنۍ یې 50 میګا پېکسله ده چې پراخه زاویه لري، دویمه یې ماکرو 2 میګا پېکسله او دریمه یې هم 2 میګا پېکسله د ژوروالي سره ورکړل شوې ده. دغه راز د سیلفي یا مخې کامره یې د پنځه میګا پېکسله ده.

د شرکت په وینا د 5000 ملي امپیره نه لرې کېدونکې بیترۍ ورکړل شوې چې د 15 واټه چټک چارجولو وړتیا لري.

ددې موبایل بیه 250 امریکایي ډالره ایښودل شوې ده چې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx