ټولنیزه برخه

متعهد ځوانان باید د دښمن د کاذبو تبلیغاتو برخه نه شي

منصور الرحمن

څو ورځې وړاندې مې په خواله رسنیو کې یو خبر تر نظر تېر شو چې ګواګې د پکتیا په سرحدي سيمه کې يوه لارۍ نیول شوې چې ۱۴۰۰ میله M4 پکې بار وو، له هماغه وخت څخه که یو خوا دغه خبر ډير اندېښمن کړم بل خوا مې فکر وکړ چې دا څنګه امکان لري چې سل دوه سوه نه بلکې پوره ۱۴۰۰ میله اسلحه دې په يوه لارۍ کې بار وي؟ دا څومره بې عقل قاچاقبر دی چې دومره غټه شتمني په یوه وار له دومره غټ خطر سره مخ کوي، ځکه مې ذهنا و نه کړای شول چې دا خبر ومنم.

خو بل خوا بیا چې مې رسنیو ته سر ورښکاره نو غوغا جوړه وه او خپلو مخلصینو او نورو په خورا توند انداز نقدونه، نېوکې او بلا سپکې لیکلې تا به ویل د نظام تر ټولو ستر خوا خوږی دغه دی حال دا چې د خبر واقعیت لا نه و په ډاګه سوی.

په سبا ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند د پیښې په اړه وضاحت ورکړ چې واقعاً د وسايطو یو معقول عدد پکې یاد شوی و.

د هر ځل په څېر مې دا ځل هم افسوس په خپلو د صف مخلصو وروڼو باندې راغی چې یوه داسې پېښه چې په اړه یې تنها داسې يو عکس خپور شوی چې یوه لارۍ ښکاري او شاوخوا هیڅ ډول اسلحه نه تر سترګو کیږي، خو دوی هماغه عکس په زور او شور سره نشروي او ورسره داسې څرګندونې کوي چې هيڅکله له یوه مسلمان سره نه ښايي، د یوه محاهد له خولې خو هيڅ کله داسې توقع نشي کېدای.

موږ مسلمانان یو او د هر څه په اړه باید که څه وايو يا عملي اقدام کوو اول باید دا وګورو چې شرعاً داسې کول څه حکم لري؟ لکه مثلا په کوم بنیاد باندې موږ یوه خبره کوو؟ مرجع يې څومره مؤثقه ده؟

بې تحقيقه خبر کول او يا يې نشرول نه دا چې یو خوا د درواغو ويلو ګناه لري بلکې د هغې شايعې له امله څومره مسلمانان ناقراره کيږي او يا په څومره مسلمانانو پورې تهمتونه ویل کیږي او یا په چا بدګمان کیږي چې د ګناهونو یوه مجموعه ترېنه جوړه شي.

په قرآن مجيد کې الله تعالی فرمايي [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 83] وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِۦ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلٰىٓ أُولِى الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطٰنَ إِلَّا قَلِيلًا.
یعنې دوى چې كله كوم د ډاډ يا وېرې خبر اوري، هغه خپروي؛ په داسې حال کې چې كه دوى هغه (خبر) پېغمبر او د خپلې ډلې مسئولو كسانو ته ورسوي، نو پر هغه به داسې ډول خلك وپوهیږي چې د دوى په منځ کې د دې خبرې صلاحیت لري چې له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلى شي. كه پر تاسې د الله مهرباني او رحمت نه واى، نو (ستاسي نيمګړتياوې داسې وي چې) له څو تنو پرته به نور ټول په شيطان پسې خوځېدلي واست.
بل ځای فرمايي
[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 6] يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوٓا أَن تُصِيبُوا قَوْمًۢا بِجَهٰلَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلٰى مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِينَ.
یعنې ای مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسې(د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسې نه چې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ.
په یو بل آیت کې یې بیا د بې تحقيقه خبرونه نشرول د منافقينو په صفاتو کې ذکر کړي. “المرجفون في المدینة” یعنې په مدینه کې د افواهاتو خپرونکي، همدا راز رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي:
کفی بالمرء کذبا أن یحدث بکل ماسمع
یعنې د یو چا د دروغجن کېدا لپاره دومره بس دي چې هره اورېدلې خبره مخکې نشر کړي.

مشهور دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني وايي چې مفتي محمد شفيع صاحب رحمه الله به ویل چې د هرې خبرې له کولو مخکې بايد انسان دا فکر وکړي چې کومه خبره چې زه کوم که زما څخه په دنيا کې په محکمه کې او یا په آخرت کې د ثابتولو غوښتنه وشي آیا زه دليل لرم چې خپله خبره ثابته کړم؟ همدا شان تقریبا په هره ژبه کې د حکماوو ویناوې شته چې د بې ځایه خبرو کولو شناعت ترېنه څرګنديږي.

دا یو واقعيت دی چې کله انسان ته خپله خبر د غاړي طوق جوړ شي، نو څه ضرورت دی چې موږ داسې بې بنسټه خبري وکړو او یا نشر کړو؟ له دې امله د هر قسم مشکل څخه د ځان ساتلو یوازينۍ طريقه همدا ده چې په خپلو خبرو کې احتیاط وکړو او بې تحقيقه څه نشر نه کړو هم به له اخروي پوښتنې خلاص یو او هم به په دنیا کې له مشکلاتو په امان یو او تل باید دا آیت په نظر کې وساتو چې: [سُوۡرَةُ قٓ : 18] مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ
هيڅ داسې لفظ د هغه له خولې څخه نه راوځي چي د هغه د محفوظ ساتلو لپاره يو حاضر باش څارونكى ورسره موجود نه وي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x