
افغانستان
ماليې وزارت په ګول سیخ مالیه کمه کړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه مالیې وزارت په هېواد کې تولید شوي ګول سیخ باندې لس سلنه مالیه معاف کړې ده.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دا مهال یوازې پاکستان ته د میاشتې یو زر(۱۰۰۰) ټنه ګول سیخ صادریږي، چې یو ټن یې له نهه سوه(۹۰۰) ډالرو څخه په لوړه بیه پلورل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو تردې وړاندې هم له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه له هېواده بهر د اوسپنې قاچاق په ټینګه منع کړی او سرغړوونکو ته یې د سختې سزا ګوت څنډنه هم کړې وه.
دیر شه کار شوی خو کوشش وکری چی تول هغه موارد برسی او بیا له تخصصی تحلیل او تجزیی وروسته معقول او موثر مالیاتو کی اضافه والی یا کموالی راولی. په سیخ کی د پاکستان ګته ده او زیات امکان شته چی دا کار د پاکستان په مشوره شوی وی زکه په ګاوندی هیوادونو کی پاکستان سیخ ته ضرورت لری، په هر صورت شه کار شوی دی. ایران ، ازبکستان ګول سیخ صادروی کیفیت هم شه دی.