افغانستان

په سویل لویدیځ زون کې د تمییز عالي ریاست او دیوانونو تشکیلات اعلان شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د عدلي او قضايي ارګانونو د کارونو د چټکتیا په موخه په سویل لویدیځ زون کې د تمییز عالي ریاست او دیوانونو لپاره ۳۰ تنه قاضیان او مفتیان وټاکل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استول شوې وینا پاڼه کې د سویل لویدیځ زون د تمییز عمومي رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مولوي سردارمحمد ترڅنګ د پنځه ګونو دیوانونو او د هرات او کندهار د ابتدائیه نظامي محاکمو قاضیان، مفتیان او محررین هم تعیین شوي دي.

د سویل لویدیځ زون د تمییز عالي ریاست او دیوانونو تشکیل په لاندې ډول دی:

«۱ـ  د سترې محکمې مرستیال او په جنوب لوديځ زون کې د تمیز عمومي رئيس شیخ الحدیث والتفسیر محترم مولوي صاحب سردارمحمد

دیوان جزاء:

۲ــ د جزا د دیوان رئیس محترم مولوي صاحب عبدالرحمن فراهي

۳ـ د جزأ د دیوان مفتي محترم مولوي صاحب محمود

۳ـ د جزأ د دیوان محرر محترم مولوي صاحب محمداکبر

دیوان امنیت عامه:

۴ــ د دیوان امنیت عامه رئيس شیخ الحدیث محترم مولوي صاحب عبدالغفار

۵ــ د دیوان امنیت عامه مفتي محترم شیخ الحدیث مولوي صاحب غلام رسول

۶ــ د دیوان امنیت عامه محرر محترم مولوي صاحب یارمحمد

دیوان مدني:

۷ــ د دیوان مدني رئيس محترم مولوي صاحب مفتي امان الله

۸ــ د دیوان مدني مفتي محترم شیخ الحدیث مولوي صاحب سخی داد

۹ــ د دیوان مدنی محرر محترم مولوي صاحب صدیق الله

دیوان تجارت:

۱۰ــ د دیوان تجارت رئيس محترم مولوي صاحب غلام الله

۱۱ــ د دیوان تجارت مفتي محترم مولوي صاحب شراف الدین

۱۲ــ د دیوان تجارت محرر محترم مولوي صاحب محمداسماعیل

دیوان منسبوین نظامي:

۱۳ــ د دیوان منسوبین نظامي رئيس محترم مولوي صاحب عبدالرحمن طیبی.

۱۴ــ د دیوان منسوبین نظامي مفتي محترم مفتي صاحب صلاح الدین آغا

۱۵ــ د دیوان منسوبین نظامي محرر محترم مولوي صاحب حافظ احسان الله

۱۶ــ د تمیز ادارې رئيس محترم مولوي صاحب میراحمد متولي

۱۷ــ د تمیز مالي مسئول محترم ملا صاحب محمدابراهیم

۱۸ــ د تمیز رابط او نماینده محترم مولوي صاحب عبیدالله

د کندهار زون نظامي ابتدائیه محکمه:

۱۹ــ د کندهار زون د نظامي ابتدايئه محکمې رئيس محترم مولوي صاحب عبدالجلیل آغا حیسنی.

۲۰ــ د کندهار زون د نظامي محکمې قاضي محترم الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت

۲۱ــ د کندهار زون د نظامي محکمې قاضي محترم مولوي صاحب سیدجمال شاه آغا

۲۲ــ د کندهار زون د نظامي محکمې مفتي محترم مولوي صاحب محمد سرور

۲۳ــ دکندهار زون د نظامي محکمې مفتي محترم مولوي صاحب محمد اکبر

۲۴ــ د کندهار زون د نظامي محکمې محرر مفتي صاحب مولوي احمد

د هرات زون نظامي ابتدائیه محکمه:

۲۵ــ د هرات زون د نظامي ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي صاحب احمد بادغیسي

۲۶ـ د هرات زون د نظامي ابتدائیه محکمې قاضي محترم شیخ الحدیث معاذ الله

۲۷ــ د هرات زون د نظامي  ابتدائیه محکمې قاضي محترم مولوي صاحب مصدق

۲۸ــ د هرات زون د نظامي محکمې مفتي محترم مولوي صاحب عبیدالله بادغیسي

۲۹ــ د هرات زون د نظامي ابتدائیه محکمې مفتي محترم مولوي قیام الدین

۳۰ــ د هرات زون د نظامي ابتدائیه محکمې محرر محترم مفتي خان محمد.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا ځل بشپړ حاکمیت سره په زیاتره سیمو کې په زرګونو هېوادوالو د خپلو ځمکو او نورو حقوقي دعوو قضیې په محاکمو کې ثبت کړي دي، چې زیاتره مدعی علیه کسان په کې پخواني دولتي چارواکي او هغه زورواکي دي چې د پخواني رژیم د چارواکو خپلوان دي.

خلک د اسلامي امارت له عدلي او قضائي ارګانونو څخه غواړي چې په تیرو شلو کلونو کې د زورواکو لخوا غصب شوي عامه املاک بیرته خپلو څښتنانو ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

ههه ماشاالله د لا منسجم کیدو او په حبل الله د تینگیدو په امید !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x