افغانستان

د هندوستان وسله وال پوځ لوی درستیز په یوه هوايي پېښه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د هندوستان د وسله وال پوځ لوی درستیز د چورلکې سقوط پېښه کې له ۱۳ تنو نورو کسانو سره یوځای وژل شوی دی.

دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ غرمه د «تامل ناډو» ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د هند د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال «بپن راوت» په ګډون پوځي پلاوی له د«سُلور» هوايي اډې څخه د «ویلنګټن» پوځي کالج لور ته د هوا له لارې سفر کولو، چې الوتکې یې سقوط وکړ.

هندي رسنۍ وايي، په دغه پېښه کې د لوی درستیز او د هغه د میرمنې په ګډون ۱۳ تنه پوځیان وژل شوي دي.

د چارواکو په دغه پېښه کې د لوی درستیز لیږدوونکې (ایم آی ۱۷) چورلکه هم سوځېدلې ده.

هندوستان کې د چورلکې سقوط
هندوستان کې د چورلکې سقوط

د هندوستان د هوايي ځواک مسئولین وايي، چې ددې پېښې په اړه یې جدي پلټنې پیل کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx