ورزش

د استرالیا او انګلستان ترمنځ د اشیز رقابتي سیالۍ پېل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د استرالیا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د اشیز سیریز مشهورې رقابتي سیالۍ نن د استرالیا په کوربه توب پېل شوې.

دا سیالۍ چې شاوخوا له تېرو ۱۴۰ کلونو راهیسې ترسره کیږي د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې تر ټولو جالبې او غوره لوبې دي چې زیات شمېر لیدونکي لري.

د اشیز سیریز په ۱۸۸۲ کې هغه مهال پېل شو چې استرالیا د انګلستان په اوول ښار کې انګلستان ته ماتې ورکړه، او په راتلونکې ورځ د اشیز اصطلاح د انګلستان په یوه اخبار کې وکارول شوه، چې له هغې وروسته په سمدستي توګه انګلستان د غچ اخیستلو سیالۍ پېل کړې.

په دې سیریز کې هر کال پنځه ټیسټ لوبې کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ نن د چهارشنبې په ورځ د دیسمبر په ۸مه نېټه لومړۍ لوبه د استرالیا په بریسبین ښار ګابا لوبغالي کې پېل شوه چې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د لوبې د پېل په لومړي توپ د استرالیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک د انګلستان پېلیز لوبغاړي «روري برنز» ویکټه واخیستله چې انګلستان یې له فشار سره مخ کړ.

وروسته انګلستاني توپ وهونکو پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او تر نیمایي ورځې یې خپل ټول لوبغاړي وسوځېدل.

په پای کې انګلستان پنځوس اورونه ولوبول او ټولې یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري جوس بټلر زیاتې ۳۹ منډې وکړې.

د استرالیا له لوري په توپ اچونه کې لوبډلمشر پاټ کمینز ښه وځلېد او د خپل سیال پنځه لوبغاړي یې وسوځول، د نوموړي سربېره میچل سټارک او جوش هازلوود ۲-۲ او کیمرون ګرین یوه ویکټه واخیستله.

لوبه د دوهمې پاڼۍ له پېلېدو وړاندې د اورښت له کبله د نن ورځې لپاره وځنډېده او استرالیا ته د توپ وهنې فرصت په لاس ورنغی، چې په دوهمه ورځ به توپ وهنه پېلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx