افغانستان

کابل کې د قتل د یوې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکو د کابل ښار په پنځه سوه فامیلیو سیمه کې دوه تنه د قتل د یوې قضیې په تور نیولي دي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې تیره شپه د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند پنځه سوه فامیلیو سیمه کې یوه میرمن او یو ماشوم وژل شوي دي.

په راپور کې د کورنیو چارو وزارت چارواکو په حواله ویل شوي چې له پېښې سره په تړاو یې دوه تنه نیولي؛ خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.

له بل پلوه یوې بلې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې قاتلینو د عمر په نوم ماشوم او د هغه د مور مرۍ غوڅې کړې دي.

تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پېښه یې تر جدي څېړنې لاندې نیولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
imdadullah

د قاتليونو سره جدي برخورد وکړئ

فولاد

قاتلینو او مجرمینو ته د سزا نه ورکول ددې سبب شوي چې بوږنوونکي جنایتونه ورځ په ورځ ډیر او پراخ شي. د ااا له مسيولینو جدي غوښتنه کوو چې له مجرمینو سره جدي برخورد وکړي او جزیات ېې له ملت سره په شفاف ډول شریک کړي. زموږ د ملیونونو شهیدانو د جهاد او سر ښندنو هدف همدا ؤؤ چې فتنې او فتنه ګر ورک شي او مظلوم مسلمانان په امن او ډاډ کې ژوند وکړۍ شي. زه په ډاډ ویلی شم که ااا یواځې د همدېً قضېې مجرمین په علني ډول محاکمه او شریعت پرې تطبیق کړي د زرګونو نورو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x