افغانستان

ملګري ملتونه: د نجونو د ښوونځیو پرانیستل افغانستان کې پر حکومتولۍ مثبت اغیز لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر پیل ټینګار کوي او دا کار د افغان حکومت لپاره اغیزناک بولي.

دا مطلب د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې «روزمري دیکارلو» د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې روښانه کړی او زیاته کړې یې ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په دغه لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازې «ډیبورالاینز» هم حضور لرلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د ښځو او بشري حقونو په اړه د خبرو ترڅنګ ددې سازمان د اړونده بنسټونو لخوا د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکولو ته په اشارې وویل، چې د نجونو د زده کړو د بهیر بیرته پیل ډیر مهم دی، ځکه په خبره یې دا کار په افغانستان کې د نوي نظام پر حکومتولۍ مثبت اغیز لري.

د اسلامي امارت د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د ملګرو ملتونو مرستې وستایلې او څرګنده یې کړه چې اسلامی امارت په هېواد کې د ډاډمن امنیت د تأمین ترڅنګ د حکومتولۍ په مختلفو برخو کې شفافیت رامنځته کړی او د ملګرو ملتونو د مرستو عادلانه ویش ته یې هم لازم شرایط برابر کړي دي.

نوموړي دغه راز وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه باید ملګري ملتونه هیڅ ډول اندېښنه ونه کړي، بلکې له اسلامي امارت سره دې هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله په داسې مهال افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر بیا پیل ټینګار کوي، چې د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي د نجونو د ښوونځیو لپاره د یوې بشپړې طرحې پر جوړولو د کار خبر ورکوي او ټینګار کوي چې ددې طرحې په جوړېدو سره به ښځینه ښوونځي بیرته پرانیزي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دی که کومه ستونځه ده چی د نجونو ښونځی تړل شوی. د نجونو د ښونځیو ټول معلمین ښځی دی او صنفونه یی هم جلا دی نو بیا ولی امارتوالو داسی یو کار وکړ چی د دنیاوالو کوته یی ځان خواته ونیوله؟ ا

خوګياڼي

که ملګري ملتونه په رښتیا د ميرمنو د تعلیم غوښتونکي وي نو د معلمانو، د مکاتبو جوړول او د درسي موادو ټول مصارف پخپله غاړه واخلي ځکه چې د امريکې د بنديزونو له کبله دا ټول کارونه په ټپه ولاړ دى.

اسلام زنده باد

که د داخلی سیاست او او خارجی سیاست داسی روان وی لکه اوس چی د پاکستان په خوشه روان دی نو طالبانو یاد ساتی چی هم دنیا کی خراب شوی او هم اخرت. پاکستان په قول او عمل باور مه کوی. یوه نمونه د لاس وهنی د پاکستان د امیرخان متقی ګمارل دی. دا سری د پاکستان جاسوس دی که نه دده اروند معلومات وکری.

محمد

طالبان دې نه وایي چې مونږ پېسې نه لرو چې د نجونو ښوونځي ورباندې وچلوو. طالبان دې لمړی د ښځینوو ښوونځي خلاص کړي او نړېوالو ته دې وښیي چې دا دي ښوونځي خلاص دي او اوس یې مونږ لګښتونه او د ښوونکو معاشونه د کوم عاید او یا بودیجې څخه ورکړو. بیا به د دوی ګناه نه وي چې هر څوک نیوکې ورباندې کوي. خو که طالبان قصداً ښوونځي نه خلاصوي، نو تر دوی پورته ځناور او خاینان به په نړۍ کې نه وي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx