
افغانستان راتلونکي جنوري د نیدرلینډ پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د راتلونکي جنوري میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د نیدرلینډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي.
ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه توب د جنوري میاشتې په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د قطر پلازمېنې، دوحې ښار په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د نیدرلینډ پر وړاندې د افغان لوبډلې دغه درې یو ورځنۍ لوبې به د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه وي چې تر راتلونکې ۲۰۲۳م کال تر پېله به ۷ لوبلړۍ ترسره کړي، چې درې په خپل کوربه توب او څلور د سیال په کوربه توب ترسره کیږي.
ANNOUNCEMENT:
Afghanistan all set to host @KNCBcricket for 3 @ICC CWC Super League ODIs in Qatar this January. This will be Afghanistan's 2nd outing in the league, carrying 30 points out of the 1st series against Ireland earlier this year.
More: https://t.co/MmncHA5w2a— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) December 8, 2021
له دې وړاندې داسې اټکل کېده چې دغه مهال د زمبابوې پر وړاندې سیالۍ ترسره شي، خو په افریقا کې د کرونا اومیکرون بڼې دغه لوبې وځنډولې چې اوس به د راتلونکي جنوري په پای او فبروري په پېل کې ترسره شي.
د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې تر دې دمه افغان لوبډلې یوازې د ایرلینډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبلړۍ ترسره کړې چې په درې بریاو سره ۳۰ نمرې لري.
د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمنټ دی چې د دوه کلونو په موده کې به ترسره شي او له مخې به یې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته ۸ غوره لوبډلې لاره ومومي.