نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

له فتحې وروسته…!(۱) برخه

دکتور لطف الله خيرخوا

لومړۍ خبرې:
دغې مرحلې ته يو څه ډېر تياری په کار و. دا چې په ځان ته سر جګړه، سياست او په ټوله کې د يوه ستر خطرناک بهير اداره را تر غاړې وه، موږ هغومره تياری ونه کړی شو. په هر صورت؛ کله چې په يو مسووليت کې خبره تر مجبوريته رسيږي، نو د مسووليت غوښتنې به هم د همدې مجبوريت پر بنسټ پوره کيږي.

د دې لپاره چې د منفي ذهنيت ښکار نه شم، دا نه وايم، چې «موږ بايد بدل شو» بلکې وايم: موږ بايد پر خپل ظرفيت لوړونې تر دې هم ډېر کار وکړو، هره ورځ بايد نوي څه زده کړو. د ارتقاء حد معلوم نه دی، موږ بايد د نظام د مجبوريتونو لپاره هم هره شېبه په دې لټه کې شو، چې څه ډول لوړ شو. فرصت مو له لاسه وتلی نه دی، خو بې شکه چې پر موږ ناوخته دی، د وخت د ضياع، د فرصتونو د ضياع او د قوت د ضياع هېڅ فرصت نه لرو.

موږ اوس فعلاً حاکم نظام يو. پر ټول هېواد زموږ د واکمنۍ مطلق سيوری خپور دی. په دې مسلمانه خاوره کې اوسېدونکي ټول افغانان زموږ د نظام برخه دي. د دې مسلمانې خاورې د ټولو ګټو د خوندي کولو مسووليت لرو او د دې مسلمانې خاورې لپاره يې د ستراتيژيکو ګټو د انحصارولو ماموريت لرو، دا ګټې به د دې مسلمانې خاورې په انحصار کې وي. پر بل عبارت؛ عامه ګټې او ستراتيژيکې ګټې زموږ خدمت کې نه دي، بلکې موږ د خپلې مسلمانې خاورې د عامه او ستراتيژيکو ګټو د ساتنې خدمت کې يو. دا بايد زموږ د کار اصل وي او سياستونه مو بايد د دې اصل پر بنسټ خپل ليدلوري وټاکي!

کله چې زموږ مسلمانې خاورې ته داسې نظريې راغلې، چې د مسلمانې خاورې ګټې يې پر ځان څرخولې، ګټې له نظريو سره وبايلل شوې. د امان الله پاچا له وخته يې درحسابوئ، همدې رويې دا مسلمانه خاوره په لمبو کې وسوځوله، چې اور يې د کمونيستي نظريې د حاکميت پر مهال ډېر ژبغړاند شو او له بده مرغه د تېرو حاکمو نظريو په عکس العمل کې د اسلامي نظريې همدا ډول تطبيق د پرله‌پسې ناکاميو ښکار شو.

موږ که په دې کې سره رقابت لرلی، چې کومه نظريه په څومره کچه د دې مسلمانې خاورې ګټې خوندي کولی شي، ګټې او نظريې مو دواړه ساتلی، کرلی او زرغونولی شوې. موږ که څومره هم حاکم پاتې شو، مګر خپل فکر ونه ساتلی شو، ويې نه کرلی شو او زرغون يې نه کړی شو، موږ ناکام يو. لږ تر لږه موږ بايد د کمونست او سېکولر په څېر فکر نه کولی، ځکه؛ که هغه دا خاوره د ځان په ګټه څرخوله، خو دليل دا و، چې هغه کمونست او سېکولر و او دا خاوره مسلمانه ده. زه ولې د هغه په څېر فکر وکړم؟ زه بايد ځان، فکر او زيار ټول د دې مسلمانې خاورې له ګټو وڅرخوم.

څومره ښه فرصت دی، چې زموږ نظريه په خپل جوړښت او مقصد کې زموږ د مسلمانې خاورې او مسلمان ولس د لومړنيو حياتي اړتياو د پوره کولو، رفاه او پرمختګ يوازې نوم نه، بلکې ترکيز لري. موږ چې څومره د خپلې مسلمانې خاورې او مسلمان ولس ګټو ته ژمن يو، همغومره زموږ نظريه او مقاصد ورسره خوندي کيږي. دلته موخه پر جغرافيه انحصار نه دی، بلکې موخه خپل پېژند، فکر، کلتور او تاريخ ته د بقاء لار پيدا کول دي.

موږ د دې مسلمانې خاورې دفاع او حريت ته ژمن وو، خلکو ورکولو، موږ شته شوو. موږ په يوه مرحله کې خپل وجود ثابت کړ. کار يې وغوښت، قرباني يې وغوښته، ستړې يې وغوښته، نو نړۍ وپوهېده، چې موږ ورک نه يو، موږ شته يو. همداسې بله مرحله وه، تر دې يې ډېر ځانګړی کار وغوښت، چې خپل تاثير وښيو.

شپه او ورځ نا ارامه، درد، ټپ او شهادت وزغمل شو، چې دفاع پر بريد واوښته. زموږ يوې يوې خبرې، يوې يوې اعلاميې او يو يو دريځ خپل تاثير وښود. دا چې پر سلنيزې محاسبې مو حاکميت ثابتول غوښتل، کوم درد مو ونه ليد؟ څومره تيندکونه مو وخوړل؟ څومره وځورېدو؟ هر افغان يې حس کولی شي.

حاکميت پراخ شو، پر مخ لاړ، دا دی، حاکميت عام شو. هېڅ ننګونه نه شته. په کور دننه هېڅ فيزيکي خنډ نه شته. په کور دننه هېڅ سياسي او نظامي کږلېچ نه لرو، چې د نظام ګاډۍ مو د رغړېدو ګواښ سره مخ وي. بناءً؛ د استحکام اړتيا ده!

هره مرحله کې دې ته اړتيا ليدل کيږي، چې په عموم کې يې په اړه رويې پرمختګ وکړي. د رويې پرمختګ تر هر څه لومړی د فهم پرمختګ ته اړتيا لري. که د مرحلې بدلون دې د لوړ شوي فهم پر بنسټ نه وي، تصادف ګڼل کيږي، چې بيا يې هم غنيمت کول، متفاوت فهم غواړي!

موږ د نظام د استحکام مرحلې ته وراوړو، خو فهم يې بايد ولرو. نظام څه ډول ټينګېدی شي؟ څه ډول همداسې ټينګ پاتې کېدې شي؟ موږ بايد په لومړي سر کې درک کړو، چې موږ اوس نه دننه، نه بهر چا سره پر جګړه بوخت يو. موږ ته يوازې د تېر نظام تاثيرات او ننګونې پاتې دي. ځان، خاوره او ولس به له دغو بدمرغو تاثيراتو څنګه ژغورو، دا مهمه ده. يوازې دا هم نه ده، چې بد مرغه تاثيرات پاتې دي، ډېر فرصتونه هم راپاتې دي، له دې به څه ډول استفاده کوو؟

په لومړي سر کې دوهم درک بايد دا وي، چې موږ اوس نظام يو، موږ طبعاً او ولس ذهناً ټول بدلون ته اماده يو، نو معقول، نرم او ټول‌ګټی بدلون زموږ چاره اسانوي. موږ ته د استحکام او بقاء چانس راکوي. له موږ سره بايد ولس بدلون حس کړي. دلته د بدلون معنا مازې بدلون نه دی، بلکې مثبت او ښه بدلون مراد دی، چې ولس په کې خپل راتلونکی روښانه وويني او که په تش نس هم وي، خو چې په يو خوږه هيله د ارام خوب چانس ولري.

ښه، څه کول په کار دي؟ زه به د خپل ذهن خورجين راوڅنډم، خو هېڅوک دې هم، په دې اړه خپل نظر او مشوره نه سپموي. دا د ضرورت وخت دی، نظام ته لاس ورکول فرض دي.

و من الله التوفيق!

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساحل

څه کول په کار دي?
ستاسو د لیکنې دوام ته منتظر پاتې کیږو. که اړتیا شوه درته یې لبکو.

Naimatullah javid

د ذهنیت جوړول تر ټولو مهم دې ځکه که عامه اذهان منفي اړخ ته لاړ شي نشي نو بیا د نظام او خلکو ترمنځ یو ډیره پراخه تشه رامنځته کیږي چی دا نظام د ړنګیدا سبب ګرځي.
نو زما په اند د عامه اذهانو د جوړولو لپاره باید د ممکنه ټول اسبابو څخه په استفادې په ډیره ح’نرمه طریقه کار وشي ترڅو پرته له افراط او تفریطه څخه دا پروسه یوې بریای مرحلې ته وروسوي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx