
شعـــــرونه
زړه مات نه کړې/ فيضاني
رضوان الله فیضاني
د سنګر د انډيوال زړه چې مات نه کړې
پام د هېڅ يو هېوادوال زړه چې مات نه کړې
مينه وېشه، مينه اخله، مينه ورکړه
ستا د هر يو مينه وال زړه چې مات نه کړې
چې چاپه به وه نور خاص کوټه يې ستا وه
نن د هغه کليوال زړه چې مات نه کړې
کونډې، بورې، يتيمان او مظلومان ټول
دردېدلي دي ملال زړه چې مات نه کړې
له کړو وړو دې هېڅ وګړی خفه نه شي
د مؤمن او اسلامپال زړه چې مات نه کړې
هر نېک امر ته يې هو او لبيک وايه
د امير او ولسوال زړه چې مات نه کړې
غرور مه کوه د شکر سجدې وکړه
د دهقان او د کولال زړه چې مات نه کړې
(فيضاني) مخه يې پرېږده ښکار يې نه کړې
د کبلۍ او د غزال زړه چې مات نه کړې