
پاکستان بنګلاديش ته په اورښت ځپلي ټيسټ کې په زړه پورې ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او بنګلاديش کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټيسټ لوبه د اورښت له کبله محدوده شوې وه خو پاکستا وتوانېد د ساجد خان په زړه پورې توپ اچونې سره بريا خپله کړي.
په دغه ټيسټ کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو يې ۳۰۰ منډې وکړې، دوی دغه منډې په دريو ورځو کې په داسې حال کې وکړې چې اورښت لومړۍ ورځ نيمايي او دوهمه ورځ بشپړ ضايع کړه.
د ټيسټ په دريمه ورځ د بنګلاديش ټول لوبغاړي يوازې په ۸۷ منډو جوړولو وسوځېدل چې د پاکستان ساجد خان ۸ ويکټې واخيستلې، او بنګلاديش د فالو آن سره مخ شو.
دوی د دوهم ځل لپاره په داسې حال کې توپ وهنه پېل کړه چې ۲۱۳ منډې وروسته والی يې درلود، خو يوازې په ۲۰۵ منډو جوړولو وتوانېدل.
پاکستان په داسې حال کې په وروستۍ او پنځمه ورځ د يوې پاڼۍ او ۸ منډو په توپير بريا خپله کړه چې بنګلاديش ته د دفاع لپاره ۷ اورونه پاتې شول، خو ټولې ويکټې يې لاسه ورکړې.
د پاکستان ساجد خان په دوهمه پاڼۍ کې هم ۴ لوبغاړي وسوځول. نوموړی په ۱۲ ويکټو اخيستلو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
Bangladesh fight back but Pakistan persist!
The visitors win the second Test by an innings and 8 runs to take the series 2-0 🎉#WTC23 | #BANvPAK | https://t.co/sUmFzGtpnF pic.twitter.com/nIMqX3Jeiv
— ICC (@ICC) December 8, 2021