روغتیا

د چین درې ملیونه دوزه واکسینو او خوراکي او روغتیایي توکو مرسته کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د چین له لوري افغانستان سره د درې ملیونه دوزه کرونا واکسینو مرستې ژمنه شوې چې له مخې یې نږدې د ۸۰۰ زره دوزو لومړۍ جوپه نن چهارشنبه کابل ته راورسېدله.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې سبا پنجشنبه به ۲۰۰ زره دوزه نور هم افغانستان ته راورسیږي.

پر دې سربېره چین د ۴۰ ملیونه دالرو په ارزښت د خوراکي توکو، د سونګ موادو او روغتیایي توکو مرسته کوي چې ډیر ژر به هېواد ته راورسیږي.

په دې تړاو د چین سفیر وانګ یو وویل، «موږ له افغانستان سره د کرونا واکسینو درې میلیونه دوزه مرسته کوو چې نږدې ۸۰۰ زره یې نن کابل ته راورسېدل او ۲۰۰ زره به سبا راورسیږي، دغه راز په راتلونکي نږدې کې به د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت خوراکي او روغتیایي توکو مرسته هم راورسیږي».

نوموړی زیاتوي چې چین د افغانستان خلکو ترڅنګ ولاړی دی او تل به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، چې نن یې هم د خوراکي توکو ترڅنګ، د کوټونو، بوټانو، کمبلو او یو شمېر نورو توکو مرستې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د چین د همکاریو ستاینه کړې او په ټول هېواد کې یې د کرونا ویروس د نوي پړاو د خپرېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا وزارت مرستیال عبد الباري عمر وایي، «دا واکسینونه په بشپړه توګه بې ضرره دي چې له مخې یې امیندوارې میرمنې او ماشومان هم واکسین کولی شي».

چین افغانستان سره په داسې حال کې د کرونا واکسینو او روغتیایي توکو مرسته کوي چې د هېواد یو شمېر دولتي او شخصي روغتونونه د طبي توکو له کمښت سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx