افغانستان

دفاع وزیر د سرحدونو په کنټرول او ساتنې ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د ددې وزارت د مشرتابه په لومړنۍ غونډه کې د سرحدونو په کنټرول او ساتنې ټینګار وکړ.

په دغه ناسته کې ددفاع وزارت سرپرست سربیره د مرکزي او سیمه ییزو قول اردوګانو قومندانانو او مرستیالانو هم برخه اخیستې وه او په بیلابیلو موضوعاتو یې خبرې او بحثونه وکړل.

د دفاع وزارت د مطبوعاتي د خبر له مخې د ناستې په جریان کې د قول اردوګانو قومندانانو او مسئولینو خپل کاري راپورونه واورول، چې په اړونده مواردو کې په ځانګړې توګه د لواګانو او پوځي قطعاتو په فعالولو، د سرحداتو په کنټرول او ساتنه، د وسله وال پوځ او منسوبینو د ثبت او راجستر په هکله سرپرست دفاع وزیر ورته اړینې لارښوونې وکړې.

ددې ترڅنګ ددفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د اړونده پوځي ادارو مسئولینو ته ویلي، چې د پوځي قطعاتو منسوبینو ته پر دیني او مسلکي زده کړو سربیره لازمې پوځي زده کړې هم ورکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت او پخواني رژیم له نسکورېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې ددفاع وزارت د سرپرست په مشرۍ د مرکزي او سیمه ییزو قول اردوګانو قومندانان او د مشرتابه نور غړي غونډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x