نړۍ

مسجد اقصی: فوځ مسلمانان اعتکاف ته نه پریږدي اویهود یی بیا دنړولو هڅه کوی

the_aqsa_mosque(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) تیره شپه ناوخته اسرائیلی وسلوالو ځواکونو په القدس کي پرمسجد اقصی باندي برید وکړ چي له کبله یی ټول هغه خلګ له مسجد څخه را وایستل کوم چا چي غوښتل په مسجد کي ټوله شپه داعتکاف لپاره پاته شي، اسرائیلي ځواکونو په القدس کي ټولو مسلمانانوته خبرورکړي دي چي هیڅ یو لمونځ کونکوي نشي کولای چي له لمانځه څخه وروسته په مسجدکي پاته شي.

اسرائیلي وسلوال عسکر هره ورځ دماخستن له لمانځه څخه نیم ساعت وروسته دمسجد اقصی ودروازی ته قلف اچوي اوبیا ترسهاره پوری مسلمانان نه پریږدي چي مسجد اقصی ته داخل شي، سهار له لمانځه څخه نیم ساعت مخکي دمسجد دروازه خلاصیږي اومسلمانانو ته اجازه ورکول کیږي چي مسجد ته دلمانځه لپاره داخل شي.

څرنګه چي اوس دروژی مبارکي میاشت ده ډیر مسلمانان غواړي په مسجد اقصی کي دشپي لخواداعتکاف په نیت پاته شي، تیره جمعه په لسګونه خلګ په مسجد کي داعتکاف لپاره پاته شوی ول، خو وروسته دشپي ناوخته مسجد ته اسرائیلی عسکر ننوتل ټول مسلمانان یی په وهلو اوډبولو له مسجد څخه راوایستل اودمسجد دروازی یی بندي کړي.

له بله لوري تیر ماښام سخت دریزو یهودیانو ماخستن دلمانځه پروخت باندي مسجد باندی برید وکړ، غوښتویی چی مسجد ته زیان واړوي، خو مسجد کي دننه دلمونځ کونکو ځوانانو له سخت مقاومت سره مخ شول، ددواړوخواوو ترمنځ دنښتو خبرهم ورکول شوی دي، خویوي خواته هم تراوسه پوري دژوبلو کسانو خبرنده ورکول شوی.

عیني شاهدانو خبرورکړی دي چي متعصبو یهودیانو دمسجد الاقصی دباب المجلس له لوري ومسجد ته دداخلیدو کوښښ وکړ خومسجد کي موجودو مسلمانو ځوانانوورسره نښته پیل کړه چي بیرته یی اړکړل چي له مسجده څخه ووزي، امنیتی کړیو خبرورکړی چي دمسلمانانو اویهودانو ترمنځ نښتي تقریبا یوساعت په برکی واخیست، چي وروسته یهودانو سیمه خوشه کړ.

 او همدارنګه دعربي ټولنی له لوری خبرورکول شوی دي چي مسجد الافصی مبارک ته دزیان رسیدلو په صورت کي  به سیمه وچوي اوپه منځني ختیځ کي به نوي اوربل کړي، عربی ټولني اسرائیلو ته خبرداري ورکړي دي چي یهودو کي داسي ډلي شته چي سیمه کی اورته لمن وهي، اودمسجد اقصی دورانولو مردارنیتونه لري، ټولنه زیاتوي چی دیهودو له لوري دارنګه کړني به سیمه ناکراره کي اوپه سیمه کي به دیهودانو په خلاف دمسلمانانو قهراوغضب راوپاروي.

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x