افغانستانورزش

د المپیک ملي کمیټې ۲۵۰ مډال ګټونګي لوبغاړي وستایل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د المپیک ملي کمیټې لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې ۲۵۰ تنه هغه لوبغاړي وستایل شول، چې په تیرو دوه لسیزو کې یې هېواد ته مډالونه ګټلي وو.

دغه غونډه چې نن د چهارشنبې په ورځ ماسپښین د المپیک ملي کمیټې په انګړ کې جوړه شوې وه، د مډال ګټونکو لوبغاړو ترڅنګ د ګڼو فدراسیونونو مشرانو او عامو ځوانانو ګډون کړی وو.

دالمپیک د ملي کمیټې مطبوعاتي دادمحمد ناوک د معلوماتو له مخې د غونډې په جریان کې د المپیک ملي کمیټې او ورزش سرپرست رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن د وینا پرمهال له هرډول فساد سره د جدي مبارزې ټټر وهلو ترڅنګ یې هغو لوبغاړو ته هېواد ته د راتلو بلنه ورکړه چې د ناسم پوهاوي له امله یې هېواد خوشې کړی دی.

نوموړي په ورزشي برخه کې لوبغاړو ته د هراړخیزې همکارۍ د ژمنې سربیره ویلي، چې د المپیک نړیوالې کمیټې او د فوټبال فدارسیون ورسره د همکارۍ ژمنې کړي او داچې راتلونکي وخت کې به افغانستان په ورزشي برخه کې د ښو پرمختګونو شاهد وي.

په غونډه کې د لوبغاړو په استازیتوب فرید دوراندیش وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ورزش برخه کې له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي؛ خو ټینګار یې کاوه چې د المپیک ملي کمیټه او بدني روزنې و ورزش اداره باید لوبغاړو ته توجه وکړي، ځکه په تیرو حکومتونو کې د توجه نه کولو له امله مایوسۍ سره مخ وو.

نوموړي دغه راز وویل چې د لوبغاړو عصریه ډیره کمه ده، چې هغه هم په وخت نه ورته رسیږي. دور اندیش افغانستان د افغانانو ګډ کور بللی چې لوبغاړي به یې د المپیک ملي ادارې سره په شریکه د جوړولو هڅې کوي.

د غونډې پای کې د المپیک ملي کمیټې رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن د لوبغاړو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه یې ورسره وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx