افغانستان

هند کې د افغانستان سفیر: دوه نیم زره افغان محصلینو ته دې ویزې ورکړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰): په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د هند پر حکومت غږ کړی دی چې دوه نیم زره  افغان محصلینو ته دې ویزې ورکړل شي څو هند ته ولاړ شي او خپلې زده کړې پوره کړي.

هند حکومت د روان کال د اګست پر ۲۵مه د زرګونو افغان اتباعو فزیکي (سټيکر) ویزې باطلې کړې چې د دې له منځه شاوخوا ۲۵۰۰ افغان محصلینو چې په هند کې زده کړې کولې ویزې هم باطلې شوې.

دغه محصلین چې د هند په مختلفو پوهنتونونو کې زده کړې کوي اوس د ویزو د لغوه کېدو او د نویو ویزو د نه صادریدو له کبله په افغانستان کې بند پاتې دي.

هند د ویزو د لغوه کیدو لامل امنیتي ګواښونه ګڼلي دي خو د افغان سفیر بیا ویلي چې افغان محصلین شپې تر شپې بیا«طالبان» شوي نه دي.

هغه زیاته کړې چې «دا مهمه ده چې ۲۵۰۰ افغان محصلین هند ته راشي او خپلې زده کړې پیل کړي او هیله من یو چې دوی به په اینده کې د افغانستان په بیا رغونې کې برخه واخلي».

هند حکومت که څه هم د انلاین ویزو سستم د افغانانو لپاره هم فعال کړی دی خو په تېرو درې نیمو میاشتو کې یې یواځې ۲۰۰ افغان اتباعو ته ویزې ورکړي دي.

د ویون هندي رسنۍ وايي چې هند حکومت په یو میلیون افغان اتباعو پر سر یواځې ۴ ویزې صادرې کړي دي چې د امریکا او اروپايي هیوادونو په نسبت ډیرې زیاتې کمې دي.

د هند حکومت افغان محصلینو ته د ویزې د نه ورکړې په اړه تر اوسه رسمي موقف نه دی وړاندې کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

د افغانستان سفیر نه. د پخواني رژيم سفير. اوس يى نوم نه اخلم کنى بيا کومنټ ډليټ کوى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx