روغتیا

پاکستان کې د کرونا اومیکرون بڼې لومړۍ پېښه موندل شوې

نن ټکې اسیا (پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان په سند ایالت کې د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس نوې بڼې «اومیکرون» لومړۍ پېښه موندل شوې ده.

د پاکستان د سند روغتیا څانګې مسئولین وایي، په کراچي ښار کې په یوې 65 کلنې ښځه کې د کووید-۱۹ ناروغۍ اومیکرون بڼې پېښه موندل شوې ده.

دوی وایي، دغه ښځه واکسین شوې نه وه، او په اغا خان روغتون کې بستر وه چې له درملنې وروسته کور ته لیږدول شوې او هلته به قرنطین وي.

د کرونا د مبارزې لپاره د پاکستان عملیاتي مرکز (NCOC) د ناروغۍ د خپریدو مخنیوي لپاره د تعقیب، قرنطین، واکسین او د نورو مخنیوي ګامونو پورته کولو لپاره ناسته کړې وه.

د ډان خبري ورځپاڼې راپور وایي چې په اومیکرون بڼې د اخته شوې ښځې سره درې نورې ښځې موندلي چې له نوموړې سره تماس کې وې، که څه هم دغه درې ښځې په کرونا اخته دي خو د اومیکرون نښې نه لري.

راپور زیاتوي چې یاده ښځه په تېره نږدې کې کوم سفري تاریخ نه لري.

بل لوري ته ځینې راپورونه وایي چې په اومیکرون بڼې درې نورې شکمنې قضیې ثبت شوي دي.

د یادونې ده چې د کرونا اومیکرون بڼه د راپورونو پر بنسټ تېره میاشت په سویلي افریقا کې موندل شوې وه چې اوسمهال د نړۍ نږدې ۳۰ هېوادونو کې خپره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د اومیکرون بڼه چټکه خپرېدونکې بللې او د ډیلټا بڼې (چې سخته وژونکې وه) په لیست کې شامل کړې ده.

که څه هم یاد سازمان په دې تړاو د بشپړ معلومات نه درلودو خبر ورکوي، خو د لومړیو راپورونو له مخې واکسین د اومیکرون مخه نېولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx