
روغتیا
چین نن افغانستان ته د کرونا واکسینو ۲۰۰ زره دوزه نور رالیږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): چین وایي نن پنجشنبه به د کرونا واکسینو ۲۰۰ زره دوزه واکسین کابل ته ولیږي.
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې افغانستان سره د ۳ ملیونه کرونا ضد واکسینو مرستې ژمنه شوې چې له مخې یې ۸۰۰ زره تېره ورځ او ۲۰۰ زره نور د پنجشنبې په ورځ ولیږي.
پرون د کابل په هوایي ډګر کې وانګ یو د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد ته د چین له خوا د مرسته شوې واکسینو او د ۴۰ ملیونه ډالرو په ارزښت خوراکي او روغتیایي توکو جوپه وسپارله.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې تر دې دمه په ټول هېواد کې له ۷ ملیونو زیات کسان د کرونا ضد واکسین شوي دي.
تر اوسه چین، امریکا، هند او ځینې نورو هېوادونو افغانستان سره د کرونا واکسینو په پرخه کې مرستې کړې دي.