افغانستاننړۍ

د دیني عالمانو ۲۱ نړیوالو ټولنو افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ترکیې، عراق، لیبیا، سوریې او لبنان په ګډون د یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو ۲۱ نړیوالو ټولنو او مؤسسو د یو لیک له لارې په ټولو مسلمانانو غږ کړی چې د اسلامي ورورولۍ له مخې د افغانستان مسلمان ولس سره هراړخیزې مرستې وکړي.

دغه لیک چې پرون د چهارشنبې په ورځ خپور شوی په پیل کې یې د سپیڅلي قران هغه آیاتونه او مبارک احادیث ذکر شوي په کوم چې مسلمان د بل مسلمان ورور مرستې او کومک ته هڅول شوی او د مسلمان له کم راوستلو څخه منع راغلې ده.

په یاد لیک کې د اسلامي نړۍ عالمانو د افغانستان خلك «ویاړلي» مسلمانان یاد کړي او داچې په تیرې یوې پيړۍ کې د مختلفو اشغالګرو لخوا تر برید لاندې راغلي؛ خو بیا یې هم په خپل ایماني قوت سره د برتانیې، شوروي اتحاد او امریکا په ګډون درې امپراتوریو ته ماته ورکړه، ځکه د عالمانو په خبره د ټولې نړۍ په مسلمانانو لازمه ده ترڅو له افغان مسلمان ولس سره مرسته وکړي.

د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې شپږ(۶) هغه موارد ذکر کړي کوم چې د افغانستان له خلکو سره په مرسته کې اغیزناک ثابتېدلای شي، هغه موارد په لاندې توګه دي:

۱ـ مرستندویه مؤسې باید په افغانستان کې اقتصاد ځپلو خلکو ته د مرستو په رسولو کې خپل فعالیتونه زیات کړي.

۲ـ شتمن خلک او سوداګر باید په خپلو مالي ورکړو سره دافغان مسلمان ولس مرسته وکړي، ځکه هلته د ساړه ژمي موسم راروان دی او د خلکو اړتیاوې نورې هم زیاتیږي، ځکه الله تعالی

هغو کسانو ته د بښنې وعده ورکړې، کوم چې د خدای په لا ره کې پرته له احسان اچولو څخه مصرف کوي.

۳ـ د اسلامي بانکونو او شرکتونو خاوندان او مسلمان سوداګر باید د اسلامي ورولۍ په اساس په افغانستان کې سترې پروژې په داسې طریقې سره په لاره واچوي چې دوی ته د ګټې ترڅنګ افغان ولس ته هم د کار زمینه برابره او اقتصادي حالت ورسره مثبت تغییر ومومي.

۴ـ د بشري او انساني حقونو مدافع سازمانونه باید په افغانستان باندې د سیاسي او ډیپلوماتیکو فشارونو کمولو کې هم مرسته وکړي، چې دا په خپله د افغان ولس کړاوونو کې کموالی راولي.

۵ـ د نړیوال اعتبار لرونکي اشخاص، سیاسي او فکري مؤسسات او علمي مرکزونه باید د رسنیو او منبرونو له لارې هغه دولتونه او نړیوال مستکبرین رسوا کړي چې د افغانستان په نوي حکومت باندې یې مختلف فشارونه ددې لپاره اچولي، څو د هغوی ارادو ته غاړه کیږدي، ځکه چې هلته یو تحریک له اوږدې مبارزې وروسته په دولت بدل شو او د خپل هېواد خپلواکي یې وګټله.

۶ـ د مسلمان ورور سره د مرستې په لړ کې باید هر مخلص مسلمان افغان ولس سره د مالي او تخنیکي مرستو ترڅنګ د رب العالمین دربار ته په زاریو شي ترڅو د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته د دنیا او آخرت بریالیتوب ورپه برخه کړي.

د لیک په پای کې د دیني عالمانو ۲۱ نړیوالو ټولنو او بنسټونو خپل لاسلیکونه کړي چې نومونه یې په لاندې توګه دي:«۱ـ د مسلمانو عالمانو ټولنه(رابطة علماء المسلمين)، ۲ـ د سني علماوو ټولنه(رابطة علماء أهل السنة)، ۳ـ په عراق کې د مسلمانو علماوو ټولنه(هيئة علماء المسلمين في العراق)،۴ـ د یمن د علماوو ټولنه(هيئة علماء اليمن)، ۵ـ د علماوو فورم(منتدى العلماء)، ۶ـ د فلسطین د علماوو ټولنه ـ غزه(رابطة علماء فلسطين- قطاع غزة)، ۷ـ د فلسطین د علماوو ټولنه(هيئة علماء فلسطين)، ۸ـ د علماوو او دیني مدارسو ټولنه ـ ترکیه(اتحاد العلماء والمدارس الإسلامية- تركيا)، ۹ـ د اریتریا د علماوو ټولنه(رابطة علماء إرتريا)،۱۰ـ د افریقا د عاج ساحل په کوټ ډیفوار کې د امید د استازو سازمان(منظمة سفراء الأمل في كوت ديفوار)، ۱۱ـ د لیبیا دارالافتاء(دار الإفتاء الليبية)، ۱۲ـ د لیبیا د علماوو ټولنه(هيئة علماء ليبيا)، ۱۳ـ د سوډان د علماوو، امامانو او مبلغینو اتحادیه(الاتحاد السوداني للعلماء والأئمة والدُّعاة)، ۱۴ـ د لبنان د دینی عالمانو ټولنه(هيئة علماء المسلمين في لبنان)، ۱۵ـ د سوریې د علماوو ټولنه(رابطة العلماء السوريين)، ۱۶ـ د فلسطین د مبلغینو فورم(ملتقى دعاة فلسطين)، ۱۷ـ د انسان جوړولو نړیوال سازمان(منظمة بناء الإنسان العالمية)، ۱۸ـ د عراق د امامانو، خطیبانو او مبلغینو ټولنه(رابطة أئمة وخطباء ودعاة العراق)، ۱۹ـ د عراق د اهل السنة والجماعة ټولنه(رابطة أهل السنة والجماعة في العراق)، ۲۰ـ د عربي مغرب د علماوو ټولنه(رابطة علماء المغرب العربي) او ۲۱ـ په لیبیا کې د شرعي څېړنو او مطالعاتو شورا.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې د اسیا، افریقا او اروپا په ګډون د ګڼو هېوادونو د دیني علماوو ټولنې په یوه غږ په ټولو مسلمانانو د افغانستان له نوي حکومت او افغان ولس سره د مرستو غږ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په کور دننه افغان دیني عالمانو او سیاسي مشرانو هم سوداګرو او شتمنو خلکو څخه غوښتنه کړې وه، چې د ساړه ژمي په رارسېدو سره په خپل چم او ګاونډ کې له بې وزلو او ناداره خلکو مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

که طالبان یو بل کار هم وکری دیر تاثیر به ولری چی، یو قوی متفکراو عالم ګروپ جور او د افغانستان د مشکلاتو لپاره اسلامی هیوادونو د متفکرینو خخه مشوری واخلی. په دی کی دوی ګتی دی یو خو به غوره مشوری په لاس راشی دوهم طالبان به د اسلامی امت د متفکرو نظر جلب او بیا به دطالبانو لپاره په نریوال ستیج او ژبه آواز پورته کری په دی سره به هم کومکونه جذب کری او هم به نریوال فشار کم شی. دا کار مسلسله خواری غواری او دیر مثبت تمامیژی. تر تولو مهمه ګته دا چی په اسلامی… نور لوستل »

عمیر

او همدی ۲۱ ملکونو تاسو حماریانو ته خوارج ویل
اوس ولی مسلمانان شول
معلومیږی داچی د ستاسو عقیده فاسده او طاغوتیان یاست

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx