
د افسوس ځای
لیکوال: ع. قتیل خوږیاڼی
هو ! د افسوس ځای دی، چې زمونږ وکیلان له خپلو موکلینو سره د هېواد جوړولو بېلابېلې وعدې کوي؛ خلک يې په وعدو غولیږي او پرته له دې، چې فکر وکړي رایې هم ورکوي او یو غولیدونکی غدار، ټوپکسالاری د هېواد او خلکو دښمن پرې پارلمان ته د رسیدلو لار پیداکوي.
نوره نړۍ لگیا ده د خپل هېواد او نورو هېوادونو د ودانولو لپاره کار کوي؛ خو زمونږ دا خلک داسې افغانستان دښمنه پرېکړې قانون ته ور دننه کوي، چې د وکالت له ماڼۍ څخه د بې برخې پاتې کیدلو او د بيا د نه وکیل کیدلو په وخت کې پرې خپل راتلونکي ژوند ښه تضمین کړي؛ داسې قانون، چې نه یوازې د دوی ژوند تضمینوونکی وي، بلکې د دوی د کړوسیانو د ژوندانه د تضمین لپاره هم غمخور قانون شي. دوی، چې له وکالت څخه د څت په گرولو ځي، نو د وتلو په وخت کې د اوسني معاش ۲۵ سلنه، چې د هېواد په پلورلو له بهرنیو هېوادونو څخه د هېواد ودانولو د بېلابېلو پروژو د جوړولو لپاره اخیستل شوي؛ پخپلو امتیازاتو لگوي.
همدا اوس هغه وکیل، چې یوه ورځ هم په پارلمان کې حضور نه لري؛ له خپلو موکلینو څخه د پیسو او دالرو د تر لاسه کولو لپاره وزارت په وزارت گرزیږي او کارونه يې خلاصوي. د اوریدلو له مخې هر وکیل د میاشتې یو سل و پېنځه نوي زره افغانۍ وچ معاش اخلي؛ د باډي گاردانو او موټرونو د تر لاسه کولو لپاره ځانگړي دالر تر لاسه کوي، دولتي ځمکې غصبوي، د سرو زرو کانونه په پټه سپړي او په دې توگه خپل جاغورونه نور هم پړسوي.
د مشرانو جرگې دې کور ودان وي، چې دغه شخصي قانون يې تصویب نه کړ او د دوی پر مخ يې وویشته. لکه، چې په خبرونو کې ویل شوي؛ دوی یوازې له وکالت وروسته معاش څخه تېر شوي او دغه ماده يې له دغه وکیل پړسوونکي قانون څخه ویستلې او نور امتیازات لکه دوه تنه باډي ساتونکي او پاسپورتي امتیازات يې په ځای پاتې دي.
دوی په داسې یو هېواد کې د ځان په گټه قانون تصویبوي، چې خلک يې د ځان او اولاد لپاره وچه ډوډۍ نه لري او په وږې خېټه يې روژې نیولې او اختر هم پرې راغلی دی.
په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو د استازي (وکیل) رمضان بشردوست دې کور ودان وي، چې د دغه قانون د تصویب په وخت کې يې سور کارت پورته کړ او د دغه هېواد بربادوونکي قانون د تصویب په وخت په هېواد ودانوونکي صف کې ودرید؛ خو ولسي جرگې په ډېره سپین سترگۍ د دغو بېسوادانو، چې د رب العزت د فرمایلي؛ جهاد فی سبیل الله له کبله امتیازات غواړي په بشبړې بې شرمۍ دغه قانون تصویب کړ او د بل پړاو د ترسره کولو لپاره یې مشرانو جرگې ته واستاوه؛ خو مشرانو جرگې خپله دنده تر سره کړه او دغه وکیل پړسوونکی قانون يې رد کړ.
په کار داده، چې د ځینو معلوم الحاله افرادو، اشخاصو، ډلو، کورنیو، وزیرانو او معینانو په معاشونو له سره غور وشي او د لویې جرگې د دایرولو او د اساسي قانون د ځینو موادو د تعدیل په وخت د مفت خورو یارانو د معاشونو د کمولو په اړه له پاملرنې کار واخیستل شي.
بله خبره داده، چې وکیل لږ تر لږه باید د بکلوریا سند ولري. اوس، خو په دې اړه دومره خیانت شوی، چې د وکیل کیدو په برخه کې هیڅ راز قانون په نظر کې نه دی نیول شوی.
نوی ولسمشر باید د جهادیانو د امتیازاتو په اړه فکر وکړي او هېواد د بربادۍ له گړنگ څخه وژغوري. دوی، خو په این و آن نومونو هېواد غوښتونکي ووژل او د هغو شتمنۍ يې غصب کړې؛ له دوی څخه باید پوښتنه وشي، چې له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو د مرستې دالرونه څه شول، په کومه لار ولگیدل، له بانکونو په کوم سند پیسې وویستل شوې او دا هره خوا بلدنگونه په کومو پیسو جوړ شوي دي. دغه په زرگونه جریبه ځمکه دوی له کومه کړه، چې په خلکو يې وپلورله، ډاگونه او دښتې؛ خو دولتي وي دوی د کوم سند له مخې پرې خېټه واچوله. آیا دغه د جهاد ډالۍ يې بس نه ده، چې د نورو امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره قانون د ځان او خپلې اولادې په گټه جوړوي. اوس، چې مشرانو جرگې ردکړ په ډېره بې شرمۍ وايي، چې د معاش په سلو کې له پنځوس دالرو څخه تېر شول او نور امتیازات په ځای پاتې دي.
د مشرانو جرگې هېواد پال غړي باید د انسان په جوثه کې پر لیوانو ونه غولیږي او د دوی په ذاتي گټه جوړه شوې پړسوونکې رسالې ته قانوني بڼه ورنه کړي او د افغانستان د اسلامي ولسمشرۍ له ولسمشر څخه مو غوښتنه داده، چې دغه راز د ځان په گټه قانون هیڅکله توشیح نه کړي او احسن الخالقین په دربار کې خپل مخ تور نه کاندي. ومن الله التوفیق.