
برسلونا لوبډله له چمپینز لیګ څخه بهر شوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ د ګروپي سیالیو په وروستۍ ورځ د الماني کلب بایرن مونشن او هسپانوي کلب برسلونا ترمنځ مهمه سیالي ترسره شوه چې برسلونا په ۳-۰ ماتې ومنله.
د برسلونا لپاره دغه سیالي تر ټولو مهمه وه چې په بریا یې د سږني چمينز لیګ دوهم پړاو ته لار موندله، خو په ماتې منلو نه یوازې له یادو سیالیو بهر شوه، بلکې د راتلونکي کال چمپينز لیګ څخه هم د بهر کېدو په خطر کې ده.
د بایرن مونشن او برسلونا لوبډلو ترمنځ یاده سیالي د جرمني په مونشن ښار کې د کرونا مخنیوي په خاطر د بندو دروازو ترشا ترسره شوه چې بایرن په ۳-۰ بریا خپله کړه.
د بایرن مونشن له لوري په لومړۍ نیمایي کې توماس مولر او لیورې سانی ګولونه ووهل چې لومړۍ نیمایي په ۲-۰ پای ته ورسېده، د لوبې دوهمه نیمایي هم د بایرن په غوره کارکردګۍ پېل شوه او د جمال موسیالا په مرسته یې دریم ګول هم وواهه.
که څه هم د برسلونا لوبډلې یو شمېر مخکښ لوبغاړي د ټپونو له کبله د اوږدې مودې لپاره له لوبو بهر دي خو په تېره لوبه کې یې د شته لوبغاړو له لوري کارکردګي هم د پام وړ نه ونه ښودل شوه.
برسلونا د بایرن مونشن پر وړاندې په تېرو ۷ لوبو کې شپږ واره ماتې منلې ده او بایرن مونشن ۲۴ ګلونه وهلي دي، چې یوازې ۱۴ ګولونه یې په تېرو درې لوبو کې راوړې دي.
برسلونا به له دې وروسته تر فبروري میاشتې په یوروپا لیګ سیالیو کې د بروشیا دورتمند، اتلانتا، ویاریال، اشبیلیه، آر بي لیپزیګ، ریال سوسیداد، ویسټ هام، ریال بیټیس په څېر سترو لوبډلو سره مخامخ کیږي.
#UEL knockout round play-off draw:
𝗦𝗲𝗲𝗱𝗲𝗱
Betis
Rangers
6 more teams TBC𝗨𝗻𝘀𝗲𝗲𝗱𝗲𝗱
Barcelona
Dortmund
Leipzig
Porto
Sevilla
Sheriff
Zenit
1 more team TBC pic.twitter.com/asG06AuLxv— UEFA Europa League (@EuropaLeague) December 8, 2021