
د بحران نړيواله ډله: که پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې نه شي، ښايي تر يو ميليون خلک له لوږې ومري
نن ټکی اسیا پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بحران نړيوالې ډلې خبرداری ورکړی، که پر افغانستان لګېدلي بنديزونه پورته نه شي، نو ښايي سږ کال ژمي کې تر يو ميليون پورې خلک له لوږې او يخنۍ ومري.
د بحران نړيوالې ډلې څېړنيزې ادارې له ملګرو ملتونو او ټولو ښکېلو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان روان اقتصادي او بشري وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان ولس د ژوند ژغورلو لپاره بايد پر افغانستان لګېدلي بنديزونه پورته کړي.
دغې څېړنيزې ادارې اندېښنه ښوولې، که د افغانستان وضعيت همداسې روان وي او بنديزونه پورته نه شي، نو ښايي په لنډ وخت کې دومره خلک مړه شي، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او بمباريو له امله وژل شوي دي.
د بحران نړيوالې ډلې پر ملګرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولنې، او نورو هېوادونو غږ کړی، چې له اړمنو افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي او که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ښايي د يخنۍ او لوږې له امله تر يو ميليون پورې خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ملګري ملتونه هم وخت پر وخت د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعيت اندېښنه ښيي او له افغانانو سره د بېړنيو بشري مرستو غوښتنه کوي.
ملګري ملتونه وايي، دا به له عدالته لرې خبره وي، چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته مرستې ونه رسيږي او هلته، ښوونکي، ډاکټران، امنيتي مسؤولين او نور کار کوونکي له مرستو محروم پاتې شي، خو امريکا ټينګار کوي، چې تر څو د دوی شرطونه نه وي منل شوي، تر هغو پورې له افغانستان سره مرستې نه شي کولای.
د بحران نړيواله ډله وايي، امريکا له ملګرو ملتونو سره همغږې نه ده او فکر کوي، چې دا ډول مرستې به له اسلامي امارت سره همکاري وي.
امريکا د افغانستان شاوخوا نهه نيم ميليارده ډالر پانګه کنګل کړې او ادعا کوي، که دا پيسې ازادې شي، نو اسلامي امارت ته به لويه لاسته راوړنه وي.
خو د افغانستان اسلامي امارت مسؤولين بيا ډاډمن دي، چې وضعيت به ښه شي او دومره هم د اندېښنې وړ څه نه شته، چې نړيوالو څېړنيزو مرکزونو يې په اړه ګنګوسې خپرې کړي دي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي ویلي، افغانستان تازه له جګړو را وتلی، ستونزې شته، خو تر ټولو ستره اړتيا امنيت دی، چې ټول خلک ترې برخهمن دي او د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره هم هڅې روانې دي.
د ښاغلي کريمي په وينا بانکونه مديريت شوي او د ګمرکاتو عوايد په شفاف ډول مرکز ته رسيږي او د کنګل شوو پيسو د بېرته خوشې کېدو لپاره هم له امريکا سره خبرې روانې دي.
طالبان دی د میدیا خخه اعظمی استفاده وکری په دی بخش دیر ضعیف دی. نریوال مسلمان ژورنالستان دی افغانستان ته راوبلی موثر راپورونه دی جور کری د خلګو واقعی حالت دنیا ته پخش کری تر سو نور ملتونه د خپلو حکومتونو د جبر او فشارونه خخه خبر شی چی پر افغان ملت یی وضع کری دی. د دنیا سیاسیون دیر بیرندوکی کی د خپل بقا او خپل اولس د رازی کولو لپاره هر سه کوی
طالبانو د مهربانی لمخی مه وطن په مشکل کی اچوی مه دا اولس بربادوی او مه هم خپل په لاس درغلی حکومت د مشکلاتو سره مخ کوی. دغه انس حقانی سه ضرورت لری چی غتی بی زایه خبری کوی چی موژ دنیا ته ضرورت نه لرو بلکی نور هیوادونه موژته ضرورت لری. وه هلکه سیاست دی نه دی زده نو بیا خبری خو مه کوه. نور مشران نفس وختی چی دنیا راضی کری او ته هسی بی زایه تکبر کوی!!! طالبانو عجیب خلګ یاست نه سیاست زده کوی نه د دنیا سره چلیژی او نه مشوره اوری!!! د خدای دپاره… نور لوستل »
که په افغانستان کې د لوږې او خوار ځواکې او ور پورې تړلي هره انسانى فاجعه رامنځته کيږى بي له شکه او شرطه ملامتي به يې په نړيواله ټولنه او امریکا وى، ځکه چې دا ټولې ناخوالې د دوى د اشغال په سبب رامينځته شوې.
خلک دی الله ته بغارې وکړی، امارت د خلکو د رزق زمیه وار ندی. دا د اسلامی امارت د وریس الوزرا خبره ده حکومت ځان مسؤل نه بولی بالخصوص حقانیان هغوی وایی چی د رسمیت د پیژندلو په کیسه که نه یوو چی نړی مو په رسمیت پیژنی یا نه، دا چی خلک له لوژی مری همدا اوس دی مړه شی. مشر ریس الوزرا بیا وایی خدای ته بغاری وکړی مونږه د خلکو د رزق زیمه وار نیوو. په همدی پاڼه څو څو واری ما ولیدل چی طالب مشرانو به ویل چی داسی یو حکومت به جوړ کړو چی هر… نور لوستل »