روغتیانړۍ

نیوزیلند د راتلونکي نسل لپاره د سګریټو په پلور بندیز لګوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د نیوزیلند حکومت نوی قانون تصویب کړی چې له مخې به یې د راتلونکي نسل لپاره د سګریټو او تمباکو محصولاتو په پلور بندیز ولګول شي.

د نیوزیلند روغتیا وزارت وایي هغه کسان چې له 2008م کال وروسته زیږیدلي وي نشي کولی ددې قانون له مخې په خپل ټول ژوند کې سګریټ واخلي.

د روغتیا وزیره عایشه ویرال وایي، «موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې نوی نسل یا ځوانان سګریټ ونه څکوي».

دا اقدام د سګرټ څکولو پر وړاندې د پراخو اقداماتو یوه برخه ده چې د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلند د روغتیا وزارت له لوري اعلان شوه.

په نیوزیلند کې ډاکټرانو او نورو روغتیایي کارپوهانو د «نړۍ مخکښ» اصلاحاتو هرکلی کړی چې تمباکو ته به لاسرسی کم او په سګريټو کې د نیکوټین کچه کمه کړي.

په نیوزیلند کې د اوټاګو پوهنتون پروفیسور جینټ هوک وایي، دا اقدام به د خلکو سره مرسته وکړي چې لږ تر لږه زیان رسونکي محصولات پریږدي او یا یې بدیل وکاروي، او به په نیکوټین د ځوانانو روږدي کول هم کم کړي».

نیوزیلند په ټوله کې غواړي د خپل ملي سګریټ څکولو کچه په بشپړ ډول له منځه ویسي، خو د اوس لپاره دوی غواړي تر 2025م پورې دغه کچه 5 سلنه راټيټه کړي.

اوسمهال د نیوزیلند شاخوا 13 سلنه لویان یا له 14 کلنۍ پورته کسان سګریټ څکوي چې یوه لسیزه وړاندې دغه کچه 18 سلنه وه، خو د اصلي ماوري نفوس په منځ کې په مجموعي ډول دا 31 سلنه کچه خورا لوړه ده چیرته چې د ناروغۍ او مړینې هم لوړه کچه لري.

د نیوزیلند روغتیا وزیره وایي چې سګریټ څکول له څلورو کسانو څخه د یو په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو لامل ګرځي، او د 5 ملیونه نفوس لرونکي هېواد کې د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

نوموړې زیاتوي چې په دغه هېواد کې د سګریټ پلورونکو پلورنځيو شمېر به راتلونکی کال له 8000 څخه 500 ته راکم کړي، او په دوی به یو شمېر محدودیتونه وضع کړي.

په نیوزیلند کې هر کال 5000 کسان د سګریټ څکولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د هېواد یو له زیاتو مړینو څخه ده. دغه راز په پنځو کې څلورو کسانو د 18 کلنۍ په کم عمر کې سګریټ څکول پېل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

راځي مونږ هم نصوار او سګرټ منع کړو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x