ورزش

بند امیر د دریم ځل لپاره د فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بند امیر لوبډلې امو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو څلور ورځنۍ لوبې د نومبر په 8مه نېټه پېل شوې وې چې په پای کې د امو او بند امیر لوبډلو پایلوبو ته لار موندلې وه.

په پایلوبه کې لومړی د امو لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې 203 منډې جوړې کړې. ددوی له لوري جمعه ګل زیاتې 84 منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د بند امیر سوکه توپ اچونکي امیر حمزه د سیال لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځول، دغه راز نجات مسعود 2 ویکټې واخیستلې.

په ځواب کې د بند امیر لوبډلې په توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو 193 منډې وکړې، ددوی له لوري ضیاء الحق 44، صدیق الله اتل 33 او ریاض حسن 26 زیاتې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د امو لوبډلې له لوري زوهیب 4 او محمد سلیم 5 لوبغاړي وسوځول.

امو لوبډلې د دوهمې پاڼۍ په داسې حال کې پېل کړه چې لس منډې مخکښې والی یې درلودو، خو د نجات مسعود غوره توپ اچونې له کبله یې زیاتې منډې جوړې نشوې کړی او ټول لوبغاړي د 117 منډو په جوړولو وسوځېدل.

ددوی له لوري یوازې لوبډلمشر ناصر جمال 62 زیاتې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او امو لوبډلې ته یې د 128 منډو هدف وټاکه. په توپ اچونه کې نجات مسعود په دوهمه پاڼۍ کې ۷ لوبغاړي وسوځول.

بند امیر لوبډلې ټاکلی هدف د درې ویکټو په سوځېدلو بشپړ کړ چې لوبډلمشر افسر ځاځي 51 او ضیاء الحق 39 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

بند امیر لوبډله وتوانېدله د دریم ځل لپاره د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړي.

د یادونې ده چې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د نومبر په 8مه نېټه په کندهار کې پېل شوې چې ټولې په کې ۱۱ لوبې ترسره شوې او په پای کې بند امیر اتلولي خپله کړه.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو مخکښ لوبغاړي:

د امو لوبډلې سوکه توپ اچونکي زوهیب په لسو لوبو کې تر ټولو زیاتې 32 ویکټې واخیستې. دغه راز د بند امیر لوبډلې چپ لاسي سوکه توپ اچونکي امیر حمزه 28 او محمد سلیم 15 ویکټې واخیستې.

په توپ وهنه کې د بند امیر لوبډلې ښي لاسي توپ وهونکي ریاض حسن په نهو لوبو کې په 79 اوسط سره ټولې 636 منډې جوړې کړې، دغه راز د امو لوبډلې ښي لاسي توپ وهونکي عبد الملک په 50 اوسط سره 401 منډې وکړې. دریم زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی درویش رسولي دی چې په 7 لوبو کې په 77 اوسط سره 388 منډې جوړې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx