نظــر

 که ياد اقدام وشي د سرتيرو له لوري به د وېرې احساس نه وي!

احمد منصور

پورته عنوان شايد ډېرو ته جالب وي دا مې يو مسؤليت احساسوه چې د مسلمان او افغان په حيث خپل نظر د موجود نظام د لا استحکام په موخه درسره شريک کړم ځکه اسلامي اردو پورې د امت هيلې او اُميدونه تړلي د يوې ښې مشورې او نظر څرګندولو حق د هر با احساسه مسلمان ده په اوسني منافقه نړۍ کې د اسلامي نظام شتون هېښوونکی ځکه ده چې کلونه د نړۍ حاکمانو د جمهوريت په زور د تحميلولو په موخه په ميلونونه انسانان په خاص ډول مسلمانان يې وژلي.

يهودو ته په عمومي توګه اسلامي اسلامي نظام د منلو نه دی او د له مينځه وړلو کې یې پوره هڅه کوي که څوک دا فکر کوي چې راته لاس تر زنې به ناست وي اسلامي تاريخ دې مطالعه کړي ورته جوته به شي چې کفارو د عثماني خلافت د ړنګولو څخه روسته د مسلمانانو په مغلوبولو کې په کومه پېمانه بنيادي کار کړی نه تنها د وسايلو وسايطو په زور وېرولي بلکې فکرا يې هم ځپلي، کفارو دا فکر هم نه و کړی چې د افغانستان په څېر له هر لحاظه کمزوري هېواد کې دې بيا داسې څوک پيدا کيږي چې د اسلام توغ به پورته کوي د اسلامي امت قيادت به په لاس کې اخلي له پيړيو وروسته به د يو اسلامي نظام څښتنان کيږي، خو دا هر څه چې د طمعې خلاف وشول لاس تر زنې به نه کيني، د بيا مغلوبيت په موخه به يې پلانونه جوړوي.

په داسې يو حالت کې د امت مسلمه په خاص ډول د افغانانو مسؤليت جوړيږي چې د خدای له لوري د ورکړل شوي نعمت چې اسلامي امارت ده شکر وباسي مشران بايد هغه کمزوريانې معلومې کړي د اسلام په تاريخ کې دښمنانانو ترې په استفادې اسلامي نظامونه/خلافتونه نړولي؛ هڅه وشي چې بيا تکرار نه شي او په مخنيوي کې يې ټول همکار شي.

غواړم د نمونې په توګه يوه کمزوري درته په ګوته کړم چې د عثمان (رضي الله عنه) د خلافت ړنګېدو لامل شو.
عبد الله ابن سبا يو يهودي و هوډ يې وکړ چې خلافت ړنګ او د مسلمانانو تر مينځ اختلاف ايجاد کړي، نوموړی مدينې منورې ته لاړ، ځان يې خلکو ته يو مسلمان پېژانده، په مدينه کې يې يو څه وخت شتون د مسلمانانو کمزوريانو معلومولو لپاره و، کله چې وپوهېد علي (رضي الله عنه) د مسلمانانو تر مينځ محبوبيت لري ځکه د نبي (عليه السلام) هم زوم او هم يې د تره زو و اوسني هېوادونه د هغه وخت د اسلامي خلافت په تشکيل کې د ولاياتو حثیت درلود په مختلفو ولاياتو وګرځېد، خلک يې د عثمان (رضي الله عنه) پر ضد رابلل د خلافت غاضب يې باله او علي (رضي الله عنه) يې د خلافت حقدار باله خو په ولاياتو کې په هغه پيمانه ورسره څوک ملګري نه شول چې څومره طمعه يې وه، پاتې مصر و چې هغه وخت د نظامي زده کړو يو مرکز بلل کېده، اوسېدونکي يې په نظامي روحيه روزل شوي ول، عبدالله ابن سبا چې کله هغوی ته خپل شعار واوروه هغوی ډېر ژر ورسره يو ځای شول.

دا چې مصريان په دومره ګڼ تعداد ولې پرته له تحقيقه يو ځای شول لوی لامل يې د هغوی نظامي فکر و چې تر ډېره يې له دين سره واسطه نه درلوده او نه په دې خبر وو چې د اسلامي واکمن په خلاف په کوم حالت د وسلو راخيستو اجازه شوې، په نظامي روحيه روزلي حالات او مصلحتونه نه درک کوي، ژر احساساتي کيږي او اقدام کوي چې د هغوي له دين سره کم تعلق د دې لامل شو چې مسلمانان د برم او عزت له پوړيو لاندې را وغورځېدل.

د اوسني اسلامي نظام مشران بايد دا کمزوري درک کړي که څه هم سرتيري اکثره د مدارسو شاګردان دي خو بيا هم نظامي فکر تر ډېره پرې غالب دی اړتيا ده چې فکراً وروزل شي، په نظامي مراکزو کې اسلامي اردو ته شرعي دورې شروع شي بيداره علماء ورته وګومارل شي بلکې تنها دې شرعي دورې تر نظامي ليکو نه محدودوي ملکي ، اقتصادي او ټولو وزارتو کې دې پيل شي همدا ډول شته رسنيزو امکاناتو څخه دې هم استفاده وشي تر څو څوک ونه تونيږي چې د اولس او اسلامي نظام تر مينځ واټن پيدا کړي هم به د کفارو د فکري جګړې مخه تر يو حده ډب شوې وي نظاميان چې په اسلامي او فکري روحيه وروزل شي د وخت په نزاکتو آګا کړل شي د دښمن اُميدونه به د اوس په څېر اوبه وړي وي.

شايد دا ليکنه زمونږ ځينې ملګري وګوري او داسې وانګيري چې ليکوال بې باورۍ ته لمن وهي الله دې نه کوي جواب زما ورته دا ده چې تاسو زمونږ د سر تاجونه ياست خو کفارو فکري جګړه هغو ملګرو ته ډېره معلوميږي چې رسنيو سره يې واسطه وي که تاريخ مطالعه شي باطل د فکري جګړې په مټ ډېر څه تر لاسه کړي له آدم عليه سلام څخه بيا تر دې دمه پوري نو اړتيا ده چې د يادې جګړې مخه نيونکي اولس او سرتيري د کفارو له پټو دسيسو څخه آګا او هغه کمزوريانې هم ورته په مخه کې کيږدي چې په تېر کې د مغلوبيت لامل شوي مو وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Saidghani malang

مننه کوم ستاسو له نشراتو.
بله دا چې دا ډول لیکنې دا نه پر اسلامي حکومت انتقاد ده او نه پر اسلامي اُردو اصلا دا ډول مشورو ته ضرورت ده مشران باید پوه شي چې د یو اسلامي نظام د ټینګښت لپاره لا ډېر اوچت ګامونه واخیستل شي.د نظام دفکري او روحی روزنې لپاره تر دې باید ډیر کار وشي. له شرعي دورو خبر شوم خوشال شوم. خوست کې د بدري قطعې شرعي دورې لپاره ښه استاذ انتخاب شوی. شېخ عبدالرحمن حقاني
ددې په زړه پورې موضوع لیکونکي نه مننه
ورور مو ډاکټر سیدغني ملنګ

میرافغان

ډیره پر ځای مشوره ده باید توجه ورته وشي او په دې اړه اقدام وشي۔

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx