افغانستان

کابل کې جلا پېښو د ۵ تنو ژوند اخیستی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار لویدیځ او ختیځو برخو کې دوو جلا پېښو د پنځو تنو ژوند اخیستی دی.

لومړۍ پېښه د پنجشنبې په ماښام د کابل ښار ختیځ کې د نهمې امنیتي حوزې اړوند پکتیا کوټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د پولیسو د ځانګړې قطعې یو پخواني افسر سمونیار عبدالغفار هوتک په ګډون ۳ تنه په یوې خپلمنځي نښته کې ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې دغه نښته د شخصي خصومت له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي په یو ټویټ کې داسې ویلي: « تيره ورځ دکابل ښار نهمې حوزې اړوند دپکتيا کوټ په سیمه کې په یوه شخصي شخړه کې سمونیار عبدالغفار هوتک د کجیرخان د زامنو له لورې ووژل شو چې وروسته د جنرال عبدالغفار زامنو دکجیر خان دوه زامن ازهر خان، هجرت خان ووژل، څلور نارینه طارق، اصغر، عارف، کمال، دوه زنانه يې زخمیان کړل.»

خوستي وايي، ځینې کړۍ غواړي هرې پېښې ته سیاسي رنګ ورکړي، هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د عمومي بښنې پاپند دي او هیچا سره پخوانۍ دښمني نه پالي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو په خبره پېښه د امنیتي او عدلي ارګانونو تر جدي پلټنې لاندې ده.

له بل پلوه پرون مازدیګر د کابل ښار لویدیځ دشت برچي کې په یو تونس موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه تنه ملکیان وژل شوي او یو په یوې بلې چاودنې کې یو میرمن ټپي شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx