افغانستان

کاناډا په کابل کې خپل ډیپلوماتیک فعالیت بیرته پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): له یو شمېر عربي، اروپايي او اسیايي هېوادونو وروسته کاناډا هم نیت لري چې په کابل کې خپل ډیپلوماتیک فعالیت له سره پيل کړي.

ګلوبل نیوز نشریې راپور ورکړی چې کاناډا په کابل کې د خپلو کونسلي خدماتو د بیرته پیلولو لپاره خپل یو شمېر ډیپلوماټان کابل ته راواستوي.

په هغه راپور کې چې پرون د جمعې په ورځ خپور شوی د کاناډايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د« JTF2» په نوم ځانګړي ځواکونه به ددغو ډیپلوماټانو د امنیت مسئولیت په غاړه لري.

کاناډايي چارواکودغه راز ویلي، چې یو شمېر نور هېوادونه هم غواړي په ورته توګه په کابل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه له سره پیل کړي؛ خو ددغو هېوادونو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

تردې وړاندې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا هم په کابل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه له سره پیل کړي وو.

ددې ترڅنګ د جرمني او فرانسې په ګډون یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم ژمنه کړې وه، چې په کابل کې به خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx