افغانستان

کابل-دهلي پرواز د نېږدې څلورو میاشتو ځنډ وروسته ترسره شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په هند کې د افغانستان سفارت وايي چې پرون د جمعې پر ورځ له نیږدې څلور میاشتې ځنډ وروسته د کابل-دهلي تر منځ لومړنۍ مستقیمه الوتنه ترسره شوه.

افغانستان سفارت ویلي دي چې دغه الوتنه چې له دواړه خواو څخه یې تر دوو سوو پورې بند پاتې افغان او هندي مسافرین ولیږدول د کام ایر خصوصي هوايي شرکت له لوري تر سره شوه.

افغان سفارت ویلي دي چې د نوي ډهلي او کابل ترمنځ د هوايي الوتنو دغه لړۍ به دوام پیدا کوي او په نیږدې راتلونکي کې به نوري د اړتیا وړ الوتنې هم ترسره شي.

د سفارت د معلوماتو پر اساس د نوي ډهلي څخه کابل ته په وړیا توګه بند پاتې افغان مسافرین ليږدول شوي دي.

همدا راز په یاده الوتنه کې ۱۶۰۰ کیلوګرامه د ماشومانو د روغتیا بیلابیل درمل هم کابل ته د مرستې په توګه و لیږدول شول، چې د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې به ترې ګټه پورته شي.

افغانستان سفارت وايي چې هند د بشري مرستو په لړ کې د نورو همکاریو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د اساسي درملو او کورنا ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته اعلان کړې، چې په نیږدې راتلونکي کې به د واکسین د لیږد بهیر هم پیل شي.

د افغان حکومت ویاند مرستیال احمدالله وثیق هم د کابل-دهلي تر منځ د مستقیمي الوتنې تایید کړی او ویلي دي چې هند په سیمه کې مطرح هیواد دی او د افغانستان او هند تر منځ اړیکي ډيرې حیاتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx