افغانستان

مجاهد: «تحریک  طالبان پاکستان» د افغانستان اسلامي امارت برخه نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني طالبانو هغه څرګندونې چې ګواکې «پاکستان تحریک طالبان»  د افغانستان د اسلامي امارت یوه څانګه ده، رد کړي دي.

تېر ورځ پر ټویټر د پاکستاني طالبانو یوه ویدیو نشر شوه چې په کې د دغه ډلې یو مشر نور ولي محسود ادعا کوي چې ډله يې د افغانستان اسلامي امارت یوه څانګه ده.

خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا عرب نیوز ته د نور ولي محسود دغه ادعاوې رد کړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان د یوه سازمان په توګه د افغانستان اسلامي امارت برخه نه دي او دوی دواړه یو ډول اهداف هم نه لري.

مجاهد پر پاکستاني طالبانو غږ کړی چې په خپل هیواد کې په سوله او ثبات باندې تمرکز وکړي ځکه دا مهمه ده چې دوی په پاکستان او سیمه کې د دښمنانو د لاسوهنې د هر چانس مخه ونیسي.

نوموړي وویل چې دوی له پاکستان غوښتنه کوي چې د سیمې او د پاکستان د ښه والي لپاره د پاکستاني طالبانو غوښتنو ته پام وکړي.

ذبیح الله مجاهد په وینا پاکستان تحریک طالبانو مسئله د پاکستان داخلي مسئله ده او د افغانستان اسلامي امارت موقف دادی چې دوی د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو تر منځ مذاکراتو  او دواړو لورو تر منځ اوربند کې د درېیمګړي رول لوبولی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

محترم مجاهد صاحب خو د ګران افغانستان د اسلامي امارت د پاليسۍ تبع دی او دغه څرګندونی يې د هغې پر بنسټ دي، خو زه په خپل جانب د پاکستان د طالبانو تحريک د افغانانو او د هغو د هيواد د پږي يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼم او د نورو ميليونونو افغانانو غوندي يې په کلکه ملاتړ کوم. پاکستان به هله پاکستان سي چي نظام يې د قرآن سي او حاکم پر طالبان سي، هله خوښ به مسلمان سي. الهي د پاکستان پر مسلمانانو هم د اسلامي عدل حکومت ولوروه !

عدالت

خو د مجاهد وظیفه یوشی کوی بل شی. دغه سری په طالبانو کی خبرو شه دی په عمل یی والله اعلم.
د عدلیی وزارت د ودانی تاسسس په ده پوری سه اره لری.

Sayed

حميد ګل، بابر او سميع الحق به دوی طالبان خپل بچيان او خپل کسان بلل، نو دوی اوس هغوی خپل وروڼه وبولي. بېنظيره يې مور وه او دا نور يې پلرونه. نو دا چې موروپلار او روزونکی يو وي، نو هغوی ختمي سره يو شانته وروڼه وي. لروبر يو افغان دی، نو دوی هم بايد يو وي.

ځیرک څارونکی

حالاتو، ځمکنیو واقعیتونو او شرایطو ته په کتو په لوړ سیاسی بصیرت او لوړ اسلامی مصلحت بنا سنجیده خبری.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx