دیني، سیرت او تاریخ

په نبوي سیرت کې د دیپلوماسۍ څېره

رحمت الله فیضان

لغت پیژندنه او تعریف
ديپلوماسي:
دیپلوماسي په اصل کې یو ناني کلمه ده چي د سیاسي رهبرانو ترمنځ د روابطو جوړولو او د ملتونو ترمنځ د مذاکراتو د رهبري لپاره کارول کیږي ، همدا راز دیپلوماسي د مختلفو مقاصد لپاره استعمالیږي لکه خارجي سیاست ، د سیاست علم ، د ملتونو ترمنځ د روابطو قواعد ، د هیوادونو ترمنځ اړیکي ،له خلکو سره داسي روابط جوړه ولو چي له تا و تریخوالي پرته مقصود حاصل شي ،سیاسي مذاکرات ، د بهرنیو امورو کنټرول او اداره دا ټول د دیپلوماسي مختلف تعریفونه دي، که وغواړو چي له دیپلوماسي څخه یو مشخص تعریف ترلاسه کړو نو ویلای شوی چي دیپلوماسي عبارت ده له ټولو هغه تدابیرو او کړو وړو څخه چي دولتونه یې په سولیز ډول د خپلواهدافو د تر لاسه کولو په موخه پر لار اچوي.
په ارپایې ټولنه کې د د یپلوماسي پیل:
کله چي په ۱۶۴۸ میلادي کال کې نړیوالي پولي مشخصي شوې او د هیوادنو حاکمیت او استقلال په رسمیت و پیژندل شو نو اروپا کې دیپلوماتیکي اړیکي پیل او د هیوادونو ترمنځ سیاسي استازي چي د دپلوماتانو په نامه یادیږ ولیږل شول ، هغه مهال د دیپلوماتیکو روابطو ماهیت یوازي فردي او شخصي بڼه درلوده ، یوازي دا روابط د شاهانو او د هغوی د کورنیو تر منځ تامین وو او دا روابط د دوو موخو لپاره تر سره کیدل د شاهانو ترمنځ مذاکرات او د اطلاعاتو لیږد را لیږد .
په دغو روابطو کې له شاه او لوړ پوړو دولتي مامورینوپرته بل هیڅ چا نظارت نه درلود، د دې دوري دیپلوماسي د بندي یا محدوده دیپلوماسي په نامه یادیږي.
هغه وخت چي نړیوالي جګړي را منځته شوې او د دې جګړو په نتیجه کې امپراطوري را و پرځیدې نو د منطق د ودي او نویو ایدیولوژيو دور پیل شو، د شلم قرن په لومړیو لسیزو کې د دیپلوماسي په برخه کې زیات تحولات را منځته شول، دې تحولاتو د بین المللي نظامونو له تغیر د فن او صعنت له ودي او عمومي افکارو څخه سر چینه واخیسته چي د ښکاره او آزادي دیپلوماسي په نامه یادیږي .
د یو شمیر عمومی افکار له نظره داسي باور را منځته شو چي د دیپلوماتانو دیپلوماتیکو اشتباهاتو او پټو اړیکو د جګړو لپاره لار هواره کړه، هغوی باور درلود چي د دیپلوماسي د بدلون په برخه کې به وتوانیږو د سترو فجایعو مخه ونیسو ، د دا ډول نظریې له ملاتړو څخه یو هم د امریکا ولسمشر ویلسون وو هغه د یوې ۱۴ ماده یزي طرحي په وړاندي کولو سره د دې نظریې بیرغ پورته کړ، ویلسون په خپله طرحه کې د بین المللي سازمانونو د ایجاد غوښتنه وکړه همدا راز نوموړي غوښتنه وکړه چي باید هیڅ بین المللي تړون مخفي او سري ونه تړل شي ،له دې وروسته باید دیپلوماسي ښکاره او صادقانه وي ، همدا راز د هغه پرمټ بین المللي ټولني تاسیس او د خصوصي تړونو د مخنیوي غوښتنه وشوه .
د دیپلوماسي په کلي تعریف کې دری اساسي او اصولي نکتي نغښتی دي :
الف: دیپلوماسي د دولت د خارجي سیاست برخه ده نه د داخلي سیاست .
ب:ديپلوماسي د دیالوګ ، مذاکري او مصالحې له لاري ترسره کیږي ، خو کله کله له زور او قدرت څخه هم د فشار په توګه هم کار اخیستل کیږي .
ج: دیپلوماسي ټاکلو اهدافو او موخو ته د حکومت د رسیدو لاره ده .
د دیپلوماسي پورتني تعریفونه په کلي ډول په ټولو ټولنو او زمانو کې د تطبیق قابلیت لري. خو زه غواړم په دې مقاله کې د اسلام د ستر پیغمبر صلي الله علیه وسلم په هغه دیپلوماسي خبری وکړم کوم چي موږ ته په نبوي سیرت کې را پاته دي ، کیدای سي په دې برخه کې به زما لیکنه کامله او هر اړخیزه نه وي ، ما کوشش کړی چي د نبوي سیرت د مختلفو منابعو په پلټلو سره د اسلام د ستر پیغمبر صلي الله علیه وسلم د دیپلوماسي اړخونه را و سپړم .
په اسلامی تاریخ کې د ستر پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم ديپلوماسي هم په دریو برخو کې تر بحث لاندي نیول شوی ، او دا اهداف د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په ژوند کې د ده مبارک له لوري تعقیب شوي او عملي شوي دي:
۱-د خپلي ټولني حراست او حفاظت
۲-د اسلامي ټولني له امنیت او استقلال څخه حراست
۳-د اسلامي ټولني د ساتني په موخه له اقتصادي اهرمونو څخه د دښمن پر ضد ګټه پورته کول .
لومړی هدف چي عبارت دی د ټولني له ساتني او حراست څخه ، دا هدف رسول اکرم صلي الله علیه وسلم په خپل وخت کې د اسلامي ټولني د ساتني په موخه په ډیره ښه طریق عملی کړی .
د دې لپاره چي اسلامي ټولنه د مکې له شرکي ټولني څخه په آمان کې وساتل شي نود بعثت په پنځم کال یې مسلمانانوته د حبشي پر لور د هجرت کولو امر وکړ ،د مورخانو په عقیده د دې مهاجرت علت دا وو ترڅو مسلمانان د قریشوله دسایسو څخه خوندي پاته شي ، هغه قریش چي هڅه یې کوله ، له هري لاري پر ممسلمانانو فشار وارد کړي اوهغوی بیرته د توحید له عقیدې څخه را و ګرځه وي.
کله چي د مسلمانانو شمیر زیات شو ایمان او اسلام په ډاګه شو نو یو شمیر قبایلو د مسلمانانو په تعذیب او حبس لاس پوري کړ ترڅو هغوی له خپل دین څخه را و ګرزوي ، رسول صلي الله علیه وسلم په ځمکه کې د پراګندګي امر ورته وکړ هغوی ترې و پوښتل چیرته لاړ شو ؟ رسو الله صلي علیه و سلم د حبشي لور ته اشاره وکړه ، هماغه وو چي یو شمیر مسلمانان له خپلو کورنیو او بي له کورنیو د حبشې پر لور هجرت وکړ .
همدا راز رسول صلي الله علیه وسلم د خپلي ټولني د حفاظت او اسلامي دعوت د خپریدا په موخه د یثرب له خلکو سره رابطه برقرار کړل ، د یثرب له خلکو سره له ناستي پاستي او تفاهماتو وروسته دغه ښار ته یې هم د مسلمانانو د هجرت زمینه برابره کړه .
له یثربیانو سره دا مذاکرات په دوو پړا وو نو کي ترسره شول چي لومړی پړاو کې۱۲ تنواو دوهم پړاو کې ۷۵ تنو کډون در لود .
د مکې له یهودانو سره معاهده :
د مدیني زیات وګړي په اوس او خزرج قبایلو پوري تړلي ول، دا چي له پخوا په دغه سیمه کې یهودیان میشت وو او شمیر یې هم زیاته وو په مدینه او خیبر کې یې علمي حوزي او کلاګاني درلودي ، د دې ترڅنګ له زیات تفوق او د مشرکینو په نسبت له زیاتو امتیازاتو څخه برخمن ول، په طبعي لحاظ یهودیان متکبره ، عنادګر او له حسادت څخه ډګ ول ، هغه وخت چي پیغمبر صلي الله علیه وسلم په مکه کې وو نو یهودانو به مشرکین د پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم پر ضد هڅول ،خو کله چي پیغمبر صلي الله علیه وسلم مدیني ته هجرت وکړ د یهودیانو د حسد او عناد غریزې نورې هم غښتلې شوې ، دوی پوهیدل چي نور د دوی د تفوق طلبي او غرور لمر د ډوبیدو په حال کې دی ، پیغمبر صلي الله علیه وسلم د اسلام او مسلمانان پر وړاندي د دوی حسد ، عناد او فتني طبیعت درک کړی و او د مخنیوي په موخه یې له دوی سره یوه ۱۳ ماده ایزه معاهده لاسیک کړه په دې معاهده کې راغلي:
۱-د قصاص او خون بها په اړه چي کوم قانون له پخوا تر اوسه جاري وو دا قانون باید په عدل او انصاف سره تطبیق شي .
۲-هره ډله په عدل او انصاف سره د خپلو افرادو د فدیو ضامن دی ، په دې مانا چي د یوې قبیلي د اسیر فدیه به ټوله قیبله ور کوي .
۳ـد ظلم ، ګناه او فساد په مقابل کې به ټول متفق یو ، په دې برخه کې به د هیچا لحظا نه ساتل کیږي .
۴- هیڅ مسلمان حق نه لري چي مسلمان د کافر په مقابل کې په قتل ورسوي اونه به له هیڅ کافر سره د مسلمان په مقابل کې مرسته کیږي.
۵-د پناه ورکولو په برخه کې ادنا مسلمان له اعلی مسلمان سره مساوي دی .
۶-هر یهودي چي د مسلمانانو تابع وي او د مسلمانانو په ښار کې ژوند کوي د هغه د سر او مال حافظت د مسلمانانو پر ذمه دی ، نه به ظلم پرې کیږي او نه به د هغه له دوښمن سره مرسته کیږي .
۷-هیڅ کافر او مشرک حق نه لري چي د مسلمانانو په مقابل کې د قریشو مال او سر ته پناه ورکړي یا د مسلمانانو او قریشو ترمنځ حایل شي .
۸-که د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم پر ضد ،دښمن پر مدینه حمله وکړه نو پر یهودیانو لازم دی چي د رسو الله صلي الله علیه وسلم مرسته وکړي.
۹-هره قیبله چي په دي معاهده کې شریکه ده که وغواړي چي له معاهدې ووزي باید رسول الله صلي علیه وسلم ته خبر ورکړي ، له خبرتیا پرته له معاهدې څخه د وتلو حق نه لري .
۱۰ـهیڅوک حق نه لري چي د فتنه اچوونکي مرسته او نصرت وکړي یا ځای ورته ورکړي .
۱۱-که مسلمانانو وغواړي له یو چا سره د سولي معاهده لاس لیک کړي یهودیان هم مجبور دي چي په هغه معاهده کې ګډون وکړي .
۱۲-هرڅوک چي مسلمان و وژني او شاهد پرې موجود وي له قاتل څخه به قصاص اخیستل کیږي یابه د مقتول د ولي په رضایت خون بها ورکول کیږي .
۱۳-هرکله چي اختلاف یا نزاع را منځته کیږي د حل لاري په موخه به رسول اکرم صلي الله علیه وسلم ته مراجعه کیږي.
په دې معاهده کې د یهودیانو دری غټي قبیلي لکه بني قینقاع ، بني نظیر او قریظه چي د مدینې په څنډو کې یې ژوند کا وو هم شامل ول .
له هغه وروسته چي رسول اکرم صلي الله علیه وسلم په مدینه کې ځای پر ځای شو دغه ښار په جزیرت العرب کې تر ټولو مهم دیپلوماتیک ښار و ګڼل شو د استازو او سفیرانو د تګ را تګ او د مذاکراتو په ستر مرکز بدل شو، پیغمبر صلي الله علیه و سلم د استازو او سفیرانو زیات قدر کاوو په ډیر قاطعیت به یې مذاکرات ورسره کول چي په دې برخه د ځینو وفدونو یا استازود استقبال یادونه کوو :
۱-د هوازن استازي :
دغه وفد د جعراني په سیمه کې له رسول اکرم صلي الله علیه وسلم سره مذاکرات وکړل او د دغو مذاکراتو په نتیجه کې یو شمیر اسیران چي د مسلمانانو په لاس کې وو د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم له لوري آزاد شول .
۲-د حضرموت استازي :
د دې وفد په ډله کې د حضرموت یو مشر د وایل بن حجر په نامه هم ګډون درلود چي له رسول الله صلي علیه وسلم سره یې مذاکرات وکړل په دغه مذاکراتو کې رسول الله صلي الله علیه وسلم خپل مبارک څادر دغه مشر ته هوار کړ او هغه یې پرې کښینا وو .
۳-د کلب قبیلي له استازو مذاکرات:
د غه وفد د اسد کلبي په مشري د رسو اکرم صلي الله علیه وسلم حضورته را غلی وو ، د دې ډلي ویاند قطن بن حارث وو ، د مذاکراتو له پایته رسیدو وروسته د کلب قبیلي استازو له رسول اکرم صلي الله علیه وسلم څخه د باران د اوریدو دعا وغوښته .
۴-د یمامي له استازو سره مذاکرات:
پیغمبر اکرم په مدینه منور کې د یمامي له استازو سره مذاکرات وکړل او د یمامي د خلکو ستونزي او مشکلات یې ورسره شریک کړل کله چي دا وفد بیرته رخصتیدل د پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم د اوداسه اوبه یې له ځان سره یو وړي پر ځمکه یې و پاشلي او پر هغه ځمکه یې په یمامه کې مسجد ودان کړ.
۵-دهمدان له استازو سره مذاکرات :
ابن هشام وایې په دغه هیت کې د مختلفو قبایلو استازو ګډون در لود چي شمیره ۱۲۰ تنو ته رسیده پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم د همدان د خلکو په اړه وفرمایل: (نعم الحی همدان … فیهم ابدال و منهم اوتاد) همدان څومره نیک خلک لري د دوی په منځ کې لوړ شخصیتونه دی او داسي افراد لري چي د ثبات او آرامي لامل ګرځي .
۶-د مزینه مذاکراتي ټيم :
دا مذاکراتي ټیم چي شمیر یې له څلوروسوو تنو زیاتو وو مشریې د بلال بن حارث په غاړه وه د هجرت په پنځم کال د رجب په میاشت کې د مدیني په ښار کې ترسره شول کله چي بیرته دا ټیم رخصتیدل رسول اکرم صلي الله علیه وسلم د لاري خرچه هم ورکړه .
همدا راز پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم د د اسد ، تمیم ، عبس ، فزازه ، مره ، ثعلبه ، محارب، سعدبن بکر ،کلاب، رواس،عقیل بن کعب ،جعده بن کعب، قشیربن کعب ،بني بکا، بني کنانه ،بني عبد عبد بن عدی ،اشجع،باهله ، سلم ،هلال بن عامر،بنی عامر بن صعصعه ،عبدالقیس،بکر بن وایل ،ثعلب ،بني حنیفه ،بني شیبان ، طیی او د نورو قبایلو له استازو سره پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم وخت ناوخته ناستي او مذاکرات کړي دي ، د دې ناستو او مذاکراتو مهمي موخي اسلامي دعوت د عربو مختلوفو قبایلو تر غوږونو ورسول وو ، قبایل هم علاقمند ول چي د نوي دین عظمت او حقانیت درک کړي، د همدې مذاکراتو په نتیجه کې قبایل پرته له زور او فشار څخه اسلام ته تسلیمدل .
دوهم هدف د اسلامي ټولني له امنیت او استقلال څخه حراست:
د یوې ټولني استقلالیت او امنیت د هغې ټولني له مهمو او اساسي منافعو څخه شمیرل کیږي ، نبي کریم صلي الله علیه وسلم چي کله مدینې منوري ته هجرت وکړ د اسلامي ایدیالوژي پر بنا یې یو نظام تشکیل کړ د دې نظام د امنیت او استقلال د ساتني په موخه یې یوه ډیره دقیقه او ظریفه دیپلوماسي په کار واچوله ، پیغمبر صلي الله علیه وسلم کوشش وکړ چي د جهاد ترڅنګ له دیپلوماسي څخه هم د امنیت او استقلال د ساتي په برخه د وسیلې په توګه کار واخلي چي په ترڅ کې یې له یو شمیر بیطرقه قوتونو سره سیاسي تړونونه لاسیک کړل ، ترڅو مسلمانانو دهغوی له بالقوه تهدیدونو څخه محفوظ پاته شي ، په دې کار سره رسول اکرم صلي علیه وسلم و توانید چي له مشرکینو سره د مدیني د غیر مسلمانو د همکاري مخه هم ډب کړي .
دریم هدف د اسلامي ټولني د ساتني په موخه له اقتصادي اهرمونو څخه د فشار په توګه ګټه پورته کول:
د خارجي دیپلوماسي په برخه کې اقتصادي عوامل د مهمو ابزار په توګه د پیغمبر اکرم صلي الله علیم وسلم په لاس کې وو، د قریشو تجارتي لاري نا امنه کول ، هغوی په اقتصادي او نظامي محاصره کې را ګیره ول له مهمو فشارونو څخه وو، د پیغمبر صلي الله علیه وسلم پر قریشو لومړني غزوات له اقتصادي فشارونو سره یو ځای وو .
د ودان غزوه، د عبیده بن حارث او حمزه بن عبدالمطلب ، سعد بن ابي وقاص سریې ، د بواط او بدر غزاوي د قریشو د تجارتي کاروانونو په تعقیب کې را منځته شوې .
د قریشو پر تجارتي کاروانونو حملي او د دې بهیر اخلال له دوه پلوه د مسلمانانو له لپاره د اهمیت وړ وو ، یو دا چي د مسلمانانو مالي توان غښتلی کیده او بل دا چي دښمن ته اقتصادي صدمات رسیدل ، د مکیانو لپاره تجارت د ګټي وټي او ژوند تیره ولو تر ټولو ستره وسیله وه ، د شام د تجارتي لاري په نا امني سره د قریشو لپاره تر ټولو ستر اقتصادي زیانونه را منځته کیدل .
فرهنګي ديپلوماسي :
په اوسنۍ د يپلوماسي کې هم په نورو هیوادونو کې د خپل کلتور وده او نفوذ همدا راز د خپل هیواد کلتور نور ملتونو ته ور پیژند ل د اوسنۍ دیپلوماسي مهمه برخه ده چي د فرهنګي دیپلوماسي په نامه یادیږي ، پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم په عربي جزیره او شاوخوا ښا رونو کې مختلف دیپلوماتیک اقدامات په کار واچول لکه:
الف: قبایلو ته د مبلغینو او استازو استول
ب: د نړي سترو قدرتونو ته د سفیرانو لیږل
ج: د سیاسي استازو او وفدونو منل .
له امپراطوریو سره اړیکي او د سفیرانو لیږل :
د حدیبیه له سولي وروسته رسول اکرم صلي الله علیه وسلم د شاو خوا هیوادنو پاد شاهانو ، مذهبي رهبرانو او د قبایلو ریسانو ته سفیران او لیکونه واستول دا لیکونه روم ، فارس حبشې ، مصر ، بحرین ، عمان او دمشق ته واستول شول .
روم ته لیک:
دالیک د حضرت دحیه ی کلبي رضي الله عنه په لاس دروم امپراطور ته واستول شو حضرت دحیه کلبي رضي الله عنه د روم د پاچا په مخکې ودرید هغه یې مخاطب کړ او ورته یې وویل: ای د روم قیصره ! هغه شخص چي زه یې د سفیر په صفت تاسو استولی یم له تاسو په څو ځله بهتر دی ، او هغه خدای چي دی یې په پیغمبري معبوث کړی ترټول لوړ او بر تر دی بیا یې د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم لیک ور کړي چي پکې را غلي وو:
زه تاسي د اسلام دین ته دعوته وم ، اسلام ومنه ترڅو په امان شي ، خدای به درته دوه اجرونه درکړي یو ستا د خپل ایمان اجر او دوهم د هغو کسانو د ایمان اجر چي
ستا تر لاس لاندي دي ،که دي د اسلام له دین څخه سرغړونه وکړي د ټول ملت ګناه به ستا پر غاړه وي دا ځکه چي هغوی له تا څخه د پیروي په خاطر له اسلام څخه محرومیږي .
ای اهل کتابو! زه تاسو یو مشترک اصل ته دعوته وم هغه دا چي له یوه خدایه پرته د بل هیچا عبادت ونه کړو او هیڅ شی ور سره شریک نه کړو او بعضي زموږ بعضي نور په خدایې و نه نیسو .
د روم پاشاه د پیغمبر صلي الله علیه وسلم لیک ښکل کړ حضرت دحیه کلبي ته یې وویل صبا ته به د دې لیک ځواب درکړم ، صبا چي د روم مشر خپل مشاورین او مشران را ټول کړل او دا موضوع یې ورسره شریکه کړه هغوی مخالفت و ښوود د مشرانو او مشاورینو د مخالفت په وجه ده هم د اسلام دین قبول نه کړ.
فارس ته لیک:
د ایران پاد شاه کسرا ته د حضرت عبدالله بن حذافه سهمي رضي الله عنه په لاس لیک واستول شو ، کله چي کسرا د رسول اکرم پر لیک سترګي ولګېدي سخت غوصه شو ویل: دا سړی زما مریی دی خو دی وایې چي ایمان را باندي را وړه ، کسر د رسول اکرم صلي الله علیه وسلم لیک څیري کړ .
حبشې ته لیک:
د حبشي مشر ته د عمرو بن امیه ضمیري رضي الله عنه په لاس لیک واستول شو ، حضرت عمرو بن امیه نجاشي ته وویل: ای اصحمه ! غواړم څو خبري درته وکړم سم غوږ راته ونیسه ، موږ پر تاسو باور او نیک ګمان لرو ، هر ډول نیکي او ښیګڼه مو را سره کړي ستاسو تر سیور لاندي مو امنیت موندلی که دي دې دعوت ته لبیک ونه ویل ستاسو مثال به د هغو یهودیانو په څیر وي چي د مسیح علیه سلام دعوت یې ونه مانه او پر خپل منسوخ دین باقي پاته شول .
نجاشي ورته وویل: په خدای قسم هماغه امي نبي دی چي اهل کتاب ورته منتظر ول څرنګه چي حضرت موسي علیه سلام د حضرت عیسي علیه سلام زیری ورکړی و همداسي حضرت عیسي علیه سلام د حضرت محمد صلي الله علیه وسلم د رسالت او نبوت زیری را کړی ، وروسته د حبشې پاچا د رسول اکرم لیک ښکل کړ له خپله تخته را ښکته شو پر ځمکه کښیناست او ایمان یې را وړ .
مصر ته لیک:
د مصر مشر مقوقس ته د حاطب بن ابي بلتعه رضي الله عنه په لاس لیک واستول شو کله چي حاطب بن ابي بلتعه مصر ته ورسید خبر شو چي مقوقس په اسکندریه کې دی هلته پسي ورغی کله چي هلته ورغی مقوقس ته یې د پیغمبر علیه سلام لیک ورکړ هغه په ډیر احترام ترې واخیست او وې لوست له حضرت حاطب رضی الله عنه څخه یې دخاص میلمانه په صفت هرکلی او پالنه وکړه .
حضرت حاطب رضی الله عنه وایې مقوقس خپل ټول مشاورین او مشران را ټول کړل ما ته یې وویل څو پوښتني درڅخه لرم لومړی دا چي: دغه لیک چي دي له کوم کس څخه را وړی دا شخص پیغمبر نه دی ؟
ماویل: ولي ؟
ویل: که هغه په رښتیا پیغمبر وای نو کله چي د خپل قوم له لوري و شړل شو ولي یې هغوی ته د نابودي ښیرا ونه کړه ؟
ما ورته وویل: ولي عیسي علیه سلام د خدای پیغمبر نه وو ؟
ویل: د خدای پیغمبر وو .
ماویل: که د خدای پیغمبر وو نو هغه مهال چي دده دښمنانو غوښتل چي دی په دار کړي نو ولي یې هغوی ته ښیرا ونه کړه ؟
مقوقس ورته وویل: آفرین دي وي پرتا! هوښیار سړی یې او دهوښیار سړي له لوري راغلی یې .
مقوقس د پیغمبر علیه سلام د دعوت په مقابل کې هغه مبارک ته په دې عنوان لیک ولیکل : ستاسو لیکو مو ولوست ستاسو د دعوت له حقیقت څخه خبرشوم موږ په دې برخه کې علم درلود چي اخرین پیغمبر را تلونکی دی خو موږ فکر کا وو چي د شام له سیمي څخه به مبعوث شي . ستاسود استازي قدر مو وکړ او دوه وینځي چي قبطیانو کې لوړمقام او منزلت لري سره له څو جوړو جامو او یوکچره مو د تحفې په ډول در ولیږل .
دغه دوه وینځي یوه ماریه قبطیه وه چي حضرت ابراهیم تري و زیږید او دوهم سیرین وه چي حسان بن ثابت ته ورکړل شوه .
بحرین ته لیک :
د بحرین پاچا منذر بن ساوي ته د حضرت علا بن حضرمي رضي الله عنه په لاس لیک واستول شو ، حضرت علا بن حضرمي رضي الله عنه فرمایې کله چي مي د رسول الله لیک ورته ورکړ ورته مي وویل: ای منذره ! د دنیا په چارو کې ډیر هوښیار یې خو د اخرت په چارو کې بي عقل او نادان مه اوسه ، آتش پرستي تر ټول بد مذهب دی په دې مذهب سره نه د عربو په څیر شرف او عزت حاصلیدای سي اونه د اهل کتابو په څیر علم او دانش .
منذر د پیغمبر اکرم صلي الله علیه وسلم دعوت قبول کړ او په دې شرحه یې یو لیک ورته واستا و:
یا رسول الله ستاسو لیک مي د بحرینو خلکو ته ولوست ځینو اسلام خوښ کړ او ځیني نورو خوښ نه کړ په دې برخه کې ستاسو دستور څه دی ؟.
د عمان پادشاه ته لیک:
دا لیک د هجرت په شپږ کال د ذي قعدې په میاشت کې د عمرو بن عاص رضي الله په لاس د عمان پاچا زامنو ته چي دا مهال یې د پلار پر ځای د دولت چاري سمباله ولي واستول شو ، د عمان د پا چا زامن د جیفر او عبد بن جلندي په نامه ول ، عمرو بن عاص رضی الله عنه فرمایې چي کله عمان ته ورسیدم لومړی ملاقات مي له (عبد) سره وشو هغه ډیر برد باره حلیم او نیک خویه انسان وو هغه ته مي وویل: زه د رسول الله صلي الله علیه وسلم استازی یم له یولیک سره یې تاسو او ستاسو ورور ته را لیږی یم ، (عبد) راته وویل: د مملکت چاري زما د مشر ورور (جیفر) له لوري اداره کیږي له هغه سره به د ملاقات زمینه درته برابره کړم .
د جلندي زامنو جیفر او عبد ته رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپل لیک کې یادونه کړي وه چي که د اسلام دعوت قبول کړئ ستاسو اقتدار به په خپل حال پاته شي ، که نه ډیر ژر به ستاسو سلطنت له منځه لاړشي ، د همدې لیک په واسطه جیفر او عبد ته خدای جل جلاله هدایت وکړ او ایمان یې را وړ .
د یمامې ریس ته لیک:
دا لیک د حضرت سلیط بن عمرو رضي الله عنه په لاس د یمامې ریس هوذه بن علي ته واستول شو په دې لیک رسول اکرم صلي الله علیه وسلم هوذه بن علي ته یادونه کړي وه چي زما دین به شرق او غرب ته ورسیږي اسلام را وړه چي په آمان کې پاته شي له هغه وروسته به دي د خپل قدرت پر سر برحاله پریږدم .
هوذه د پیغمبر علیه سلام د لیک په ځواب کې ورته ولیکل : د هغه دین لپاره چي ته دعوت کوي تر ټولو ښآیسته او غوره دین دی ، زه د عربو په منځ کې داسي موقعیت لرم چي ټول را څخه ویریږي ، زه حاضر یم ستا له دین څخه پیروي وکړم په دې شرط چي په لوړو مذهبي مقاماتو کې ما درسره شریک کړي .
د یمامي ریس هوذه بن علي حضرت سلیط بن عمروله یو مقدار هدایاوو سره بیرته رخصت کړ ، حضرت سلیط بن عمرو رضي الله عنه چي کله مدیني منوري ته راغی کیسه یې رسول اکرم صلي الله علیه وسلم ته وکړه هغه مبارک وفرمایل په خدای قسم که یوه لویشت ځمکه وغواړي ور به یې نه کړم .
د دمشق امیر ته لیک :
دا لیک د حضرت شجاع بن وهب رضي الله عنه په وسیله د دمشق امیر حارث غساني ته ولیږل شو په دې لیک کې راغلي : زه تاسو د واحد خدای چي شریک نه لري عبادت ته را بولم که دي د اسلام دعوت ومانه سلطنت به دي پر خپل حال پاته وي .
شجاع بن وهب رضی الله عنه د حارث غساني لیدو ته څو ورځي انتظار وکړ کله چي له هغه سره مخامخ شو او د پیغمبر علیه سلام لیک یې ورکړ له لوستلو وروسته د حارث غساني څیري له ډیر غوصي تغیر وکړ د پیغمبر اکرم لیک یې پرځمکه و غورځا وو ویل دا څوک دی چي مملکت مي له لاسه باسي ؟.
حارث غساني روم ته لیک واستاو او د پیغمبر علیه سلام د لیک جریان یې ورته ولیکل د مسلمانانو پر خلاف یې د جګړې تصمیم ونیو ، رومیان په ځواب کې ورته ولیکل :له خپل تصمیم څخه منصرف شه ، د رومیانو له لیک وروسته حارث غساني سل مثقاله طلا شجاع بن وهب رضی الله عنه ته د تحفې په ډول ورکړه او رخصت یې کړ .
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx