افغانستان

امریکا حکومت افغانستان ته د شخصي پیسو د حوالې جواز ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا د خزانې وزارت افغانستان ته د شخصي پیسو د حوالو جواز صادر کړی دی.

د خزانې وزارت د دغه جواز پر اساس افغانستان ته د شخصي پیسو ليږدونکي او مالي ادارې به د امریکا د بندیزونو څخه خوندي وي.

رويټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي دي چې د امریکا خزانې وزارت د دغه جواز (لایسنس) له مخې اوس ټولو افغانانو ته په شخصي ډول پیسې حواله کیدلای شي.

د جواز له مخې له شخصي او غیرسوداګریزو پیسو پرته افغانستان ته نورې پیسې نشي حواله کیدلای او منع ګرځول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې مني ګرام او ویسټرن یونین ته هم اجازه ورکول شوې وه چې افغانستان ته د پیسو لېږد پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx