
ننګرهار کې د اختطافګرو یو پټنځای له منځه وړل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د علمیاتو پرمهال د وسله والو غلو او اختطافګرو یو مرکز له منځه وړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست د وینا پاڼې له مخې دا عملیات تیره شپه د ځانګړې قطعې ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په «مقام خان» سیمه کې د وسله والو غلو او اختطافګرو په یو پټنځای ترسره کړي.
په وینا پاڼه کې دغه راز ویل شوي چې ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د شاهین په نوم د اختطافګرو یو مشر وژلی او سعیدالله، عزیزالله او جانثار په نوم درې تنه نور اختطافګر یې له یو شمېر وسلو او مهماتو سره ژوندي نیولي دي.
ددې ترڅنګ د افغانسان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې دوی به هیچاته اجازه ورنه وکړي، ترڅو د خلکو امنیت وګواښي.
له ننګرهار څخه په یو جلا خبر کې راغلي چې ناپېژاندو وسله والو تیره شپه د کامې ولسوالۍ په «شیرګړ» سیمه کې د یو کور په حجره کې ناستو کسانو باندې ډزې کړي، چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې یو تن د پخواني رژیم د محلي پولیسو(اربکیانو) قومندان او دوه تنه نور ملکیان دي.
تراوسه ددې پېښې لامل نه دی څرګند؛ خو د پخواني حکومت یو شمېر نظامیانو د خپلې واکمنۍ پرمهال له خلکو سره د شخصي بدیو پاللو په وجه اوس زیاتره د خپلو دښمنانو لخوا هدف ګرځول کیږي.
تیره ورځ هم د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند «پکتیا کوټ» سیمه کې د پخواني رژیم د ځانګړو پولیسو قومندان سمونیار عبدالغفار هوتک د ماشومانو په سر شخړه کې خپل ژوند وبایللو.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د پخواني رژیم ټولو نظامیانو او منسوبینو ته عام بښنه شوې او له همدې امله پخواني نظامیان اوس په خپلو کورونو کې د امن ژوند تیروي.