ادبي لیکني

د پيرې د ترانې خاطره

م رضوان الله فيضاني

د سپين غر هسکو واورينو غرونو، د واورو سپين څادر اغوستی و، د ونو پاڼې رژېدلې وې، وطن له ورايه سپېره ښکارېدۀ، د ژمي ساړه بادونه او يخه سيلۍ چلېدۀ، پر غرونو او هواره باندې تورې ورېځې، ګردله او لړې راښکته شوې وې، تقريباً په لس متري کې څوک نه تر سترګو کېدل، ميده ميده بارانونه ورېدل، هره خوا خاموشي او چپتيا خوره وه، زه او څو تنه د سـ.ـنګر خواږۀ ملګري د يو جګ غره پر هسکه څوکه، په داسې حال کې پيرې ته ناست وو، چې اندامونه مو له يخنۍ څخه ريږدېدل او بې حسه شوي وو، بالښت او بستره نه وه، په خاورو او تيږو کې ناست وو، يوې خواته تکه توره شپه وه، بلې خواته مو دم په دم د مختلفو وحشي دښمنانو د تعرض او بريد انتظار کړ، په دغسې حساس او اضطراري حالت کې مې ژبه او قلم پر خوځښت راغلل او د شعر په بڼه مې دغه څو ګوډ او مات توري وليکل، په همدغه نازک حالت کې مې ملګرو ته د مخابرې له لارې زمزمه هم کړل.

نو راځئ تاسو يې هم راسره ولولئ !!!

ترانه

څومره خوند کوي پيره
په سنګر کې شبګيره
چې سړه سړه سيلۍ وي او هم تکه توره شپه

چې د هسکې څوکې سر وي
ډبرين خړپړ سنګر وي
نه وي کټ نه بستره !!! څومره خوند کوي پيره
چې سړه سړه سيلۍ وي او هم تکه توره شپه

بـارانـونـه چې وريــــږي
يـخ بادونه هـم لـږيـــږي
پر غرو لـړه وي خوره !!! څومره خوند کوي پيره
چې سړه سړه سيلۍ وي او هم تکه توره شپه

د سنـګر غازي جانانه
خدای دې مل شه قهرمانه
ده اوچته دې رتبه !!! څومره خوند کوي پيره
چې سړه سړه سيلۍ وي او هم تکه توره شپه

پيره داره! خوش نصيب يې
پـاک الله ته، ته قريب يې
ساته لوړه حوصله!!! څومره خوند کوي پيره
چې سړه سړه سيلۍ وي او هم تکه توره شپه

(فيضاني) چې دې تر خوا وي
او شــــــعــرونــه درتـه وا يي
ستا به مسته وي جذبه !!! څومره خوند کوي پيره
چې سړه سړه سيلۍ وي او هم تکه توره شپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx