نظــر

د معارف دښمنان څوک دي؟

لیکوال: څاروان

محبوب الرحمن او محمد قاسم د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالي د چوري د کلي اوسیدونکي ؤ، عمرونه یې د شپیتو او پینځوسو کلونو شاوخوا کي ؤ، محمد قاسم تره کاڼ ؤ او د ولسوالي په بازار کي يې دوکان هم لرل، محبوب الرحمن چي په دیني علم کي یې څه برخه لرله له وخته د مدرسو خدمت کول، د طالبانو په حکومت کي یې د سیمي د خلکو په مرسته له خپل کلي سره یوه مدرسه جوړه کړیوه، د امریکایانو له راتګ سره بنده شوه، او وروسته د همدوي له لاسه ونړول شوه.

څو کاله مخکي د کابل د ادارې د خوشامند قوماند (شکور) یې مشر ورور محمدخان له دریو نورو متدینو او غریبو خلکو سره له خپلو کورونو لاس تړلي یوړل او څو ساعته وروسته یې پرته له کوم تحقیقه او پوښتني په شهادت ورسول.

د پکتیکا د هغه وخت والي اکرم خپلواک هم په ړندو سترګو دا غریب خلک طالبان وبلل او د دوي شهادت یې یوه لاس ته راوړنه اعلان کړه، محبوب الرحمن چي د کور مشر یې له لاسه ورکړل دا کار یې د حکومت نه، بلکي د دې قومندان شخصي کړنه وبلله، او یواځي له دي قومندان سره یې خپله دوښمني اعلان کړه، نور یې د خپل کور وراني چاري رغولي.

تیر کال یې بیا هوډ وکړل چي د ولس لپاره یوه مدرسه جوړه کړي او د دین او سیمي د خدمت مصدر شي، کور په کور وګرزیدو او د مدرسي لپاره یې مرسته ورنه غوښته، مدرسه یې بنا کړه، اوس نیزدي وه چي سر ته ورسیږي، تیره ورځ یې محمد قاسم تره کاڼ ورسره ملګری کړل او د مامور سلیمان کور ته د چاندي لپاره په لاره ؤ چي بیا د کابل د اداري د ولسوالي له کمین سره مخ شو، هغوي پري ناتاره او بي رحمه ډزي وکړي تره کاڼ کاکا او خادم محبوب الرحمن یې دواړه په شهادت ورسول.

مخکي مو وویل چي محمد قاسم د ولسوالي په بازار کي دوکان لرل، ولسوال هر وخت او د هرڅه لپاره پلټني تري کولاي شواي، او محبوب الرحمن هم یو عادي کس وه چي د حکومت له خوا هیڅ تور نه ؤ پري لګیدلی په یوه لیک هم ولسوالي ته د ټولو پوښتنو لپاره حاضریدو، دا چي هغوي کمین ورته ونیوی او پرته لدي چي هغوي د ماینونو په شان ړانده وي، او یا د ډرون په شان له اسمانه غوړومبیږي، بي وسلي کسان یي له شل او دیرش متره زربه کړل.

دلته موږ ویلاي شو چي دغو خلکو دا مظلومان نه دي ویشتي بلکي مدرسه یې ویشته، په ښکاره یې مخالفت نشي کولاي ځکه د ولس له عکس العمله ویریږي، نو دا پلان یې جوړ کړی ؤ، اوس که په غبرګون کي یو طالب مهار وشلوي او د دوي رسمي مامور ووژني بیا به یې ټیمان غاړي ته اچولي وي کلي په کلي او کور په کور به یې ګړبوي چي د خداي پار ده دا خلک د معارف دښکنان دي، تاسو قضاوت وکړئ چي د معارف دښمنان څوک دي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x