ټکنالوژي

د ویوو پیاوړې بیترۍ لرونکی موبایل (وای 55 ایس 5G) وړاندې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ویوو مشهور چینایي شرکت د خپلې پياوړې بیترۍ څخه برخمن او په فایو جي ټکنالوژي سمبال ځیرک موبایل وای 55 ایس وړاندې کړی دی.

ویوو شرکت دغه موبایل د دیسمبر په 4مه نېټه اعلان کړ خو اوس په چین او نوره نړۍ کې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شو.

ویوو د ځیرک موبایلونو په نني عصر کې یو له هغو پياوړو شرکتونو څخه دی چې په مناسبه بیه، غوره ځانګړتیاو لرلو او ښکلي ډیزاین سره د مینوالو پام ځانته رااړوي.

د ویوو وای 55 ایس فایو جي موبایل تر ټولو غوره ځانګړتیا ددې پیاوړې بیترۍ ده چې په کې 6000 ملي امپيره نه لرې کېدونکې بیترۍ ورکړل شوې، او تر دې دمه د یاد شرکت ټولو موبایلونو څخه پياوړې ده.

که د پراسیسر په اړه وویل شي، په دغه موبایل کې د میډيا ټیک شرکت ډیمینسټي 700 پراسیسر شتون لري.

دغه راز 6.58 انچه ایل سي ډي ډیسپلي لري چې د فول ایچ ډي پلس 1080 پر 2408 ریزولوشن سره ورکړل شوې ده.

د اندراید 11 چلونکی سیستم لري چې د 8 جي بي ریم سره 128 جي بي حافظه ورکړل شوې، خو د میموري کارت یا خارجي حافظې لپاره ځانګړی ځای نه لري.

ویوو وای 55 ایس فایو جي بیترۍ سره د 18 واټه چټک چارجنګ ملاتړ کوي، چې د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ یې د موبایل غاړې ته ورکړل شوی دی.

د شا له خوا دغه موبایل کې دوه کامرې دي چې منځنۍ یې 50 میګا پېکسله ده او ترڅنګ یې 2 میګا پېکسله میکرو کامره ورکړل شوې ده.

د سیلفي 8 میګا پېکسله کامره لري چې د اوبو څاڅکي په بڼه د سکرین په سر خفیه ځای پرځای شوې ده.

دغه موبایل بازار ته په نیلي، ګلابي او تور رنګونو کې په 240 یورو چې 28 زره افغانۍ کیږي د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی دی.

Vivo Y55s 5G Price in Nepal and Specifications : Tech Kura

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx