افغانستان

کابل کې ۴۳ کلنې معلمې د ښوونځيو د بندیدو له کبله د بوټانو رنګول پیل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): الجزیرې تلویزون د کابل ښار د یوې ۴۳ کلنې معلمې په اړه چې د دغه ښار په سخت یخ کې د خلکو بوټان رنګوي هېښوونکی راپور نشر کړی دی.

هادیه احمدي چې ۴۳ کاله عمر لري د نجونو د ښوونځيو د بندیدو له کبله یې وظیفه د لاسه ورکړې او اوسمهال د کابل په واټونو کې د خلکو بوټان رنګوي.

اغلې احمدي چې د پنځو اولادونو مور ده الجزیرې تلویزون ته ویلي دي چې د بوټانو رنګول یې ځکه پیل کړل چې بچیان یې وږي ول.

نوموړې د تېرو لسو کلونو راهیسې معلمه وه، مېړه یې په یوه شخصي شرکت کې اشپز او لور یې په دولتي اداره کې ماموره وه.

الجزیرې د راپور پر اساس دغې معلمې د ښوونځيو د بندیدو له کبله لومړی دې خپله وظیفه د لاسه ورکړه او وروسته یې مېړه او لور هم وظیفې د لاسه ورکړلې. زوی یې چې کمپیوترساینس پوهنځي کې زده کړې کولې د فیسونو له کبله پوهنتون پرېښی دی.

نوموړې الجزیرې ته ویلي دي چې ورځې یې په لوږه کې تیریږي او اوس یې په کورنۍ کې داسې څوک نشته دی چې مالي ملاتړ یې وکړي.

د هاديه احمدي کیسه داسې مهال رسنیزه کیږي چې امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر کنګل کړي او پر افغانستان یې مالي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا مالي بندیزونو او د افغانستان ته د پیسو نه راتګ بانکي سستمونه هم د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي.

همدا راز هغه نړیوالو مالي مؤسساتو چې پخوا یې د افغانستان له حکومت سره مالي مرستې کولې اوس یې ټولې مرستې بندې کړي دي او هېڅ افغان اداره نه تمویلوي.

د چارو پوهان د افغانستان د اقتصادي سستم خرابېدل او د بشري ناورین رامنځته کېدو لوی لامل هم د نړیوالو ادارو او امریکا له خوا پر افغانستان مالي او سیاسي بندیزونه اساسي عامل ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

تش په نامه د انسان د حقوقو مدافع استعمارى قوتونه د دغه وژونکي او ګډوډ اقتصادي حالت زمه وار دى. بايد د افغانستان اسلامي امارت د دغه ناوړه حالت د مخنیوي لپاره بديل پيدا کړي او خپل وژغوري. په امریکا اعتماد او باور کول د افغانستان او افغانانو سره سخته جفا او ملي خیانت دئ.

طوطی

د دې ښځی همت ته سلام. مشر ریس الوزرا وایی چی الله ته بغاری وکړی چی رزق تاسو درکړی خو الله وایی چی ته حرکت وکړه چی زه برکت وکړم. د دی ښځی همت د هغو طالب قاچاقبرانو څخه ډیر زیاد دی چی د وسلو قاچاق کوی.

طوطی

بیانو طالب حکومت ولی وایی چی مونږ یی معاشونه ورته په کور کی ورکوو؟

طاهر ثابت

که رښتیا وی نو طالبان ولی ادعا کوی چه مونږ معاشونه ورکوو. ایا دوزارتونو دویاندو وظیفه ده چه دروغ ووایی. سیاست دروغ ویل ندی. هغه تدبیر دی او تدبیر خلک قانع کولای سی. په سیاست کی سپین او تور دروغ نسته. دواړه دروغ دی.
خدای دی وکړی نن اسیا اسلامی وظیفه وکړی او خبری سانسور نکړی. ښه ده چه طالبان یی ووایی. که دوی خلک له غم سره مخامخ کوی نو دوی دی هم خوشاله نوی.

طاهر ثابت

دفساتی ښځو فسادونه او دځیره خورو دروغ نن سبا دطالبانو دروغ او رښتیا مشکل کړی دی. باور مشکل سوی دی.

طوطی

یو ځلی طالبانو وویل چی د دریو میاشتو معاشونه اجرا کوو بیا هغه دوه میاشتو ته را ښکته شول ګورو به چی نور څه کیږی. خو زه په تماس کی یم تر اوسه معلمانو ته معاش ندی ورکړل شوی او د دغی ښځی یوه بله ویډیو ما هم لیدلی دا ریښتیا ده. کونډه ده نور څه وکړی داسی په سلهاوو کونډی دی چی د کور کرایه نشی ادا کولی. مشکل صرف د معلمانو ندی زمونږه په کلی کی د طالبانو میندی شته چی زامن یی وژل شوی حیرانه پاتی دی چی څه وخوری.

د ظالم عمر لند وی

طالبانو کارونه درخخه خراب دی خوند مو نسته د لورو زده کرو وزیر په حقانیه مدرسی کی چکری وهی ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو کلتور ویاند خو د عدلیی وزارت د ودانی دی په پرانیستی وینا کوی. دا تاسو سنگه مخلوق او خلگ یاست لژ شرم وکی د خدایه و بیریژی د معدن وزیر شیخ دلاور دی. په ورز د قیامت به سه جواب وایاست؟

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx