روغتیا

اتریش کې د کرونا ضد «واکسینو اجباري» کېدو په غبرګون لسګونه زره کسانو لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اتریش په پلازمینه ویانا کې د کرونا ضد واکسینو اجباري کېدو له کبله لسګونه زره کسان سرکونو ته راوتلي او د حکومت په دغه پریکړه یې لاریون پېل کړی دی.

د اتریش حکومت پر عامو خلکو د کرونا ضد واکسین اجباري کړي، او د هغه خلکو په کورونو کې د بندولو اخطار ورکړی چا چې تر دې دمه واکسین نه دي تطبیق کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې د ویانا پولیس وایي چې د شنبې په ورځ شاوخوا 44 زره خلکو د حکومت د یادې پریکړې په غبرګون کې لاریون کړی دی.

دا لاریونونه له تېرې یوې میاشتې هغه مهال پېل شوي کله چې یاد حکومت پر عامو خلکو د واکسین اجباري کولو پریکړې اعلان وکړ، خو تېره ورځ د لاریون کونکو دغه شمېره حیرانونکې اندازې ته رسېدلې ده.

په اتریش کې د واکسین د اجباري کېدو پریکړه هغه مهال د حکومت لخوا وشوه چې په افریقا کې د کرونا نوې خو خطرناکې بڼې «اومیکرون» پېښې وموندل شوې.

د کرونا نوې بڼه د افریقا، اروپا، اسیا او امریکا په ګڼ شمېر هېوادونو کې خپره شوې، چې ځینو یې د یو شمېر محدودیتونو وضع کولو پریکړه کړې ده.

په اتریش کې د فبروري میاشتې څخه په ټولو اوسېدونکو چې له 14 کلنۍ پورته وي او کومه روغتیایي ستونزه ونه لري، واکسین لازمي ګرځېدلي دي.

خو حکومت هغه مهال د مخالفت کونکو لپاره ځانګړې جریمه ټاکلې وه، دوی ویلي وو چې څوک به مجبوره نه کړي خو هغه کسان چې نه غواړي د کرونا ضد واکسین ولګوي باید 670 ډالره جریمه ورکړي، او که چیرې دغه ستونزه حل نه کړي جریمه به 4000 ډالرو ته لوړه کړي.

د اتریش د ازادۍ ګوند چې په پارلمان کې دریم لوی ګوند دی د شنبې په ورځ په ډله ییز ډول له خلکو د لاریون غوښتنه وکړه. دوی د واکسین ضد نظر لري او خلکو ته د شخصي ازادۍ ورکولو نعره پورته کوي.

لاریون کونکي چې د لرې پرتو ولایتونو څخه هم پلازمینې ویانا ته د لاریون لپاره ورغلي، وایي چې »شخصي ازادي سلبول د دیموکراسۍ پر مخ وړلو سمت نه دی، او باید خلک خپلې خوښې ته پریښودل شي».

د یادونې ده چې د اتریش 68 سلنه نفوس د کووید-19 ناروغۍ ضد بشپړ واکسین شوي چې په لویدیزه اروپا کې نسبتا کمه کچه ده، خو ډیر اتریشیان د واکسینو په اړه شکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx