نړۍ

امریکا کې سختو توپانونو ۷۰ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا په کنتوکي ایالت کې د زورورو توپانونو او بړبوکیو له کبله له ۷۰ زیات کسان وژل شوي او سلګونه کورونه او فابریکې یې ویجاړې کړي دي.

د کنتوکي ایالت والي انډي بیشیر رسنیو ته ویلي چې د جمعې په شپه ناوخته سخت توپانونه پېل شول چې تر سهاره یې دوام وکړ.

د نوموړي په وینا، دا د یاد ایالت په تاریخ کې تر ټولو سخت توپانونونه وو چې له ۷۰ زیات کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. هغه زیاتوي چې د مړو شمېر ممکن له ۱۰۰ پورته شي.

Aerial view of a path that leads to the center of Mayfield after a tornado tore through, in Mayfield, Kentucky, U.S., December 11, 2021, in this still image taken from a video. Video taken with a drone. Michael Gordon/Storm Chasing Video via REUTERS

هغه وویل، «په دې توپانونو کې نږدې د 50 کسانو د ځاني تلفاتو اټکل شوی و چې له بده مرغه دغه شمېره 70 ته ورسېده او کیدای شي له سلو تنو هم پورته شي».

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې لا هم لسګونه کسان لادرکه دي چې د چتونو پریوتو لاندې کړي او د راویستلو هڅې روانې دي.

یادو توپانونو د کنتوکي ایالت سربېره د امریکا یو شمېر نور د سویل ختیځ کې پراته ایالتونه هم ځپلي دي.

Aerial view of a candle factory after a tornado tore through, in Mayfield, Kentucky, U.S., December 11, 2021, in this still image taken from a video. Video taken with a drone. Michael Gordon/Storm Chasing Video via REUTERS

د امریکا هوا پېژندنې ادارې په ارکنساس، ټینیسي، میسوري او الینویس ایالتونو کې د ورته نورو بړبوکیو وړاندوینه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بی له شکه چی یو الهی غضب دی دا طوفان په امریکی کی. طالب حکومت دی خپله خواشینی وښی د امریکی پر طوفان باندی او د امریکی خلکو ته دی د زغم او صبر هیله وکړی. دا به یو مثبت سیاست وی هیڅ مو نه کمیږی خیر دی په زړه کی به وایو چی حال مو بدتره شه کافرو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx