ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت/ پنځلسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

باران، واوره او ږلۍ:
مخکې مو د باران په هکله یادون کړی ؤ؛ چې د ځمکې بخار له باد سره یو ځای فضا ته خیژي او بیا بېرته د باران په توګه ځمکې ته راځي، خو اوس پوښتنه دا ده چې: واوره او ږلۍ څه ډول رامنځته کیږي؟

ځواب: باران هم -له ځمکې څخه فضا ته- داسې غټ – غټ څاڅکي نه ځي، لکه راکوزیږي چې! بلکې د اوبو ډېر واړه ذرات دي او محسوسیږي نه، خو کله چې دغه وړوکې ذرې له هوا سره یو ځای لوړې خیژي، نو هلته یوه له بلې سره تراکم کوي؛ حجم او جرم یې غټیږي – غټیږي… او درنیږي؛ نو ځکه خو یې د هوا له توان څخه (د فضا پر لور) پورته کول ګران شي ، چې د ځمکې جاذبه قوه د فضا د کشش پر قوې غلبه کوي او څاڅکي بېرته د ځمکې پر خوا راځي.

موږ په تېر بحث کې یادونه کړې وه! چې څومره جرم غټيږي، همغومره جاذبه قوي کیږي، نو دلته هم! چې د اوبو وړوکي ذرات تراکم سره وکړي، نو جرم او حجم دواړه غټ شي، ځکه خو دروندوالی رامنځه او جاذبه خپل کار پیل کړي.
ښه! دا خو په مجموع کې د اورښت تشریحي تعریف شو! اوس مې پر دې هم پوه کړه چې: واوره او ږلۍ څه ډول جوړیږي؟

ځواب: پر دې خو پوه شوې چې: اورښت څه ډول رامنځته کیږي؟ هو

ښه! نو بیا هغه تېر بحث در یاد کړه چې ((باد د استوا د کرښې په خواکي [د فضا پر لور] خیژي او په دغه سفر کې کله -کله د ځمکې هغه بخار هم ورسره خېژوي چې؛ لمریزو فوتونونو د ځمکې له مالکولونو سره د ټکر په وخت کې رامنځته کړی وي)) چې د اوبو ډېر واړه ذرات دي او ځینې یې لمس کیږي هم نه او نه هم لیدل کیږي، اما بعضې بیا داسې هم پکې شته چې؛ د ګرد او غبار په توګه لیدل کیږي او موږ یې ورېځې بولو.
هو! همغه چې د اورښت لاملې دي!

خبره اوږده شوه!
ګورئ! د اوبو هغه واړه ذرات چې بادونه یې د فضا پر لور وړي(موږ او تاسو یې بخار بولو) هلته دری حالته غوره کوي: (باران، واوره او ږلۍ) که دغه ذرات ځمکې ته نږدې تشکیل شول، باران ترې جوړیږي، که لږ لوړ وختل واوره او که څه نور مزل یې هم وکړ نو ږلۍ.
ولې؟
ځکه چې فضا ډېره سړه ده! نو څومره چې یو شی ورنږدې کیږي، همغومره تاثیر هم پرې کوي.
ښه بله خبره!
وایه؟ ما د جوزا په څلرویشتمه هم ږلۍ لیدلې! دا ولې؟
ام… ما درته وویل چې: فضا تل منفي دوه سوه اویا (°۲۷۰-) درجې د سانتیګراد په حساب یخني لري (هغه که اوړی وي، که ژمی) نو کله چې شدید باد د اوبو ذرات فضا ته وخېژوي او یا له فضا څخه یخه هوا ورته راټیټه کړي، خامخا به واوره یا ږلۍ اوریږي.

یوه بله!
ښه؟ زه په الوتکه کې له بلخ څخه کندهار ته تلم چې باران مو احساس کړ، داسې شدید باران ؤ؛ چې د الوتکې پر شیشو یې سمې اوبه روانې کړې ، له شیشې نه مې چې پاس وکتل، تک توره ورېځ مو پر سر ولاړه وه، الوتکه داسې شوه: لکه موټر په جمپو کې! بیا چلوونکي الوتکه نېغه کړه او له ورېځې څخه یې پاس خوا ته و ایسته ، مګر هلته تک سپین لمر ؤ، نه باران ؤ او نه هم ورېځ؟

ځواب: ما درته وویل چې: همدغه ورېځ د اوبو وړوکي ذرات دي، چې ممکن څه مالګه او ځینې نورې مادې هم ورسره یو ځای شوې وي، نو باران، واوره او ږلۍ درېواړه له ورېځې جوړیږي.
یوه خبره باید زده شي او هغه دا چې: ټول ذرات له اتمسفر څخه نه وزي! بلکې ځینې وختونه ذرات لوړ خیژي او ځینې وختونه بیا باد له فضا څخه (په ډېر سرعت سره) یخه هوا راکوزوي او ورېځې ته یې تزریقوي.

د ږلۍ یو ستر لامل د باد ډېر سرعت هم دی! چې له فضا څخه یخه هوا په تېزۍ سره راکوزوي، تاویږي او د ږلۍ دانې جوړوي، چې ځینې وختونه یادې دانې آن د تینس او بیلیارد له توپونو سره هم برابریږي.

یکي یوه پوښتنه بله هم لرم!
غوږ یم؟ دا ترتیب کوم قوي دولت جوړ کړی، که دېبانو / دېوانو؟
ام…دا ترتیب هغه چا جوړ کړی؛ چې ټول انساني قدرتونه سلامۍ ورته کوي او دېوان سجدې.
موږ چې هره ورځ تندي پر ځمکه ورته ږدو او خط بیني ورته کش کوو، همغه ذات د داسې منظمو نقشو طراح او مدیر دی، هو! هغمه ((الله دی)) همغه ته موږ رب وایو او همغه زموږ خدای دی.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx