افغانستان

البیروني پوهنتون رئیس استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کاپيسا د البیروني پوهنتون رئیس پوهندوی دکتور عبدالقهار سروري د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده نماینده د لاسوهنو له کبله استعفا ورکړې ده.

پوهندوی سروري د البیروني پوهنتون د ریاست څخه د استعفا ورکولو دلایل د شرایطو، امکاناتو او د لازم کاري ملاتړ نه شتون او د فوق العاده نماینده په نوم یو شخص چې مسوولیتونه یې معلوم نه دي لاسوهنه او د علمي-اکادمیک بنسټونو له چوکاټ او کاري جوړښت څخه اخوا صلاحیت ورکول ښودلي دي.

هغه ویلي دي چې دا دې ته ترجیح ورکوي چې د باوقاره، ازاد، قدرشناس او باانصافه کارګرانو سره کار وکړي نه د هغه خلکو سره چې په شرایطو برابر نه وي، توطیې جوړوي او بې انصافه وي.

تر دې وړاندې هم پوهندوی سروري په یوه غږیز پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی و د لوړو زده کړو وزیر ته د د دغه وزارت له فوق العاده استازي څخه شکایت کړی و.

په دغه غږیز پیغام کې پوهندوی سروري ویلي وو چې دی رئیس دی خو صلاحیت نه لري او د وزارت ځانګړی استازی چې «کم عمره هلک» دی د ده په کارونو کې مداخله کوي.

هغه ادعا کړې وه چې فوق العاده استازي وسله وال کسان پوهنتون ته راوستي وو چې دی پرې وګواښي.

نن ټکی اسیا د البیروني پوهنتون د رئیس د استعفا په تړاو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمدتقي سره اړیکه ونیوله، خو ددې خبر تر نشریدو پورې یې ځواب ترلاسه نه کړ.

د پوهنتون استادان وايي چې لوړو زده کړو وزارت ټولو پوهنتونونو ته د دغه وزارت فوق العاده استازي لیږلي دي چې کاري صلاحیت او علمي او اکادمیک جوړښتونو کې یې منصب معلوم نه دی خو د علمي شورا په شمول د پوهنتون په ټولو تصمیماتو کې لاسوهنه کوي.

د پوهنتونو استادان وايي چې  د پوهنتون کارمندان انسانان دي او د کار او خدمت لپاره انګېزې او علاقې ته اړتیا لري او د ډول مقررۍ د کار او خدمت انګېزه له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

22 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

لکل فن رجال سمه ده چې طالبي اداره هر څه ته له خپلو سترګيو (عينکو) ګوري دا ځکه چې د پوهې او تجربې کچه يې همدا ايجابوي او پراخه هر اړخيزه عصري او اسلامي زده کړې نه لري. زياتره يې نالوستي او نيمه نالوستي دي چې د نورې نړۍ لا څه ان چې هماغه د پاکستاني مدرسو له علمي نصابونو سره هم سم اړخ نه لګوي. زه د مسلکي استاذانو او کدرونو استعفاوې او کار پرېښوول د هېواد لپاره په خير نه ويم او دا مې له هر اړخيز پلوه سخت رواني دردوي. يو متل دی وايی چې : له… نور لوستل »

طاهر ثابت

بیا دی دکومی استخباراتی ځالی سره تماس نیولی چه دطالبانو دختمیدو وعدی ورکوی.
خدای دی وکړی دا سیکیولر فرعونیان ورک سی. زه دهغه په استعفا باندی خوښ یم، ترڅو پوهنتون یوه اداره ولری. نور په حکومت کی دبل حکومت جوړولو وخت تللی دی. دا کس چه لا په دی هم ندی پوهیدلی نو دپوهنتون لیاقت نلری هغه بیا هم دریاست.

احمد

له اولې ورځې څخه د لوړو زده کړو په وزارت کې کارونه سم نه دې روان .له تعصب او انډیوالیزم پرته ښه خدمت کول د وطن لپاره دا دتقوا ښه نښه ده، نه مخ پټول . دې ته ورته ځینې نور مسؤلین هم په لوړو پوستونو کې شته چې اداري اصول نه پیژني ټاپې په جیبونو کې ګرځوي پوهه او اهلیت هم نه لري او نه یې څوک کومه سپیڅلې سابقه اویا صادقانه خدمت په ګوته کولۍ شي . که د اصلاح په نیت کومه خبره لیکې بیا نو جناب صاحب د امارت مخالیفین درته په دو طبقو و ویشي… نور لوستل »

میرافغان

د بې تجربې کسانو په مقررولو سره با تجربه او د استعداد وړ کسانو له دندې استعفا کول د تعلیمي نظام سره دښمني او توطیه ده۔ باید د داسي کارونو مخه ونیول شي۔ که دغه کسان خارج ته ولاړشي نو خارجیان دوی بيرته زموږ پر ضد استعماولای شي۔ باید موږ ليري لید ولرو۔

طاهر ثابت

دداسی کسانو په قصه کی مه اوسه. دا خلک توطیه ګر خلک دی. که په کور او که دباندی وی توطیی به کوی. ښه ده چه ولاړ سی. دافغانستان دپوهنتون خلک ندی فرعونیان دی. نوی افغانستان دا کسان نسی جوړولای.

ورک ځاځی

ټول اکاډميک بنسټونه بايد د اسلامي امارت تر کلکى پاملرنې او ادارى لاندې ووسى. مونږ نه غواړو چى دوى بيا رانه سکولران کمونستان او ملحدان راته وروزي. همدومره بس وه.

طوطی

کاش چی د سیکولر پر معنی هم پوه وې. د بی کفایته او بی مسلکه د کسانو له وجی یو ډالر نن ۱۲۸ افغانیو ته ورسید. پوهنتونونه د افغانانو پر مخ تړل شول دا یوه برنامه د پنجاب ده چی تطبیق کیږی تا غوندی کسان تر اوسه ویده دی. ۴۲ هیوادو ته تاسی ماته ورکړی افتخار کوی اوس مو لاسونه د ګدایی هر کفر او کافر ته اوږد کړی له کافرانو سوال او زاری کوی. د اقتصاد د احیا کولو هنر چیری تاسی لری ټول په ګدایی او چنډو باندی لوی شوی یاستی.

عدالت

## چیری یی؟ وطن دی خراب کر تا دی الله خراب کری. دا ریس ستا پر ## دیر شرف لری. ته ###. ستا په دغه وزارت غاری بندی دی. ته یی قابلیت او استعداد او تجربه نه لری ##

طاهر ثابت

بیعدالته کور دی خراب سه په دی قضاوت. دقضیی نه خبر نه یی او بیا دی په چټلیاتو شروع کړی.

عدالت

د قضیی د عمق خخه خبر یم عالی جنابه. وزیر خیانت به دا اولس هیر نه کری. دا حقانی د بی تحصیل کولو لپاره را استول شوی

طوطی

تر څو چی دا خقانیان وی افغانستان کی به یو پوهنتون هم پاتی نشی. حقانی صیب افغانستان پوهنتونونه تړی ولی بیا پاکستان له مدرسو څخه ملاقات کوی او هم له ښځو سره عکس وباسی. د ملا متکی خبره چی پاکستان کی سندری او موسیقی روا ده خو افغانستان کی نه. یو بی کفایته کس پوهنتون ته لیږل، چی نه ادب لری او نه هم پوهه ځان واکدار او نماینده د لوړو تحصیلاتو معرفی کوی خا مخا به د پوهنتون ریس چی دوکتورا اسناد لری استعفا کوی. طالب مشران نباید هر څه د جومات او د مدرسی له مخی ارزیابی او… نور لوستل »

زمری سیلاب

ملګریه ډیر احتیاط کوه ستا د مور او پلار نکاح د مدرسې استازي کړې او ستا په غوږ کې اذان د مدرسې څخه فارغ یو کس کړې او د مدرسې باني جناب محمد رسول الله ص هم ستا او هم زما پیغمبر دی نو خیال کوه او بله خبره دا چې د لوړو زده کړو وزیر ستا د سر د ویښتانو هومره پانې علمي کتابونه لیکلي دا چې ته نه یې خبر، دا ستا کمزوري ده بل څه نه نو احتیاط کوه په دې نظام کې ډیری د الله دوستان دي.

اسلام زنده باد

د طوطی د تولو خبرو تایید نه کوم، خو دومره وایم چی ما د شیخ حقانی د تصانیفو نومونه لوستی چی سل کتابه یی لیکیلی وی شیخ صاحب د دغه وزارت لپاره مناسب نه دی. کتابونه یی خپل په مسلک کی لیکلی خو په سیاست نه پوهیژی، مدرن د مدیریت سستم چی د ملک د وزارت په انداز وی د دی نوعه مدیریت معاصر علوم یی ندی لوستی. مدرسه کولای شی چی رهبری کری خو دا وزارت نشی کولای. تاسو ولی شکنزل کوی کله چی انتقاد در باندی وشی ن تاپه مه لګوی د رسول الله سیرت خپل کره او… نور لوستل »

طوطی

زه د داسی کورنی څخه نه یم چی یو جاهله انسان زما په غوږ کی اذان وکړی داسی یوه جاهله ملا به ستا د مور نکاح ستا پلار سره تړی وی مونږه خپله کورنی کی الحمدالله عالمان لرل او لرو یی. هغه کتابونه چی شرک، بدعت، زیارت پرستی او جهالت ته خلک دعوت کوی مونږ یی د تشناب د کاغذ په توګه استعمالوه. هغه ملا چی خپله ژبه یی زده نوی د پانسی، اتوار او ټپوس کلمې استعمالوی هغوی د پنجاب ناجایزه اولاد ده او د پنجاب پلان به هرو مرو دلته تطبیق کوی چی څنګه مکتبونه بند او پوهنتونونه… نور لوستل »

طاهر ثابت

وهابی یا داعش خو نه یی؟ سوال درنه کومه.

طاهر ثابت

طوطی ته هم طوطی واری خبری کوی. دمکتبیانو غول مو ولیدل. نور باید پورته پورته ونه غورځی. مکتبیانو دخپل دچرګانو په جنګ کی وطن وبایلود. زما په نظر که ټول پوهنتونونه بند سی او ښه تصفیه سی او یا وتړل سی زه به باندی خپه نسم. دځینو استثناګانو سره زما دافغانستان له پوهنتونه تمه شکیدلی ده.
هلته هم طوطیان دی او دطوطی په توګه طوطیانه الوتنی کوی خو فایده یی مالومه نه وی.

عدالت

بس همدا د پنجاب غوشتنه او ارمان دی. کیدایسی پنجابی یی دیر امکان لری

محمد

دغه سړی چې اوس هم په خپلو لیکنو کې پوهنتون ته دانشګاه وایي، او په خپله استعفا پاڼه کې یې هم دانشګاه لیکلې، ماته ستمی او د پردو د فرهنګ نوکر ښکاره شو. دا ملي اصطلاحات دي او د دې سره باید لوبې ونشي. ډېر ښه وشول چې داسې پردیپاله له مهمو څوکیو لرې کړلی شي. وایي بې د ستوري به هم سبا شي. مننه

ځیرک څارونکی

که بیځایه او ماشومانه دپالیسی او لایحه خلاف لاسوهنه کوی بیا صحیح او که داسې نه وی نو بیا مشکل د پوهنتون رئیس او استادانو ته راجع دی چی غواړی ځان مطلق العنان کړی او چی هر څه ئې زړه وی هماغه وکړی چی داسې کړنې ئې بیا په هیڅ صورت د منلو وړ ندی. زه چی څومره فکر کوم نو د پوهنتون استادان د برتری طلبی، فرعونیت او خودخواهی او نورو ناوړه شیطانی امراضو باندی اخته دی.

اسلام زنده باد

دغه خبره تر یو زایه حقیقت لری، زینی استادان متکبر دی. خو طالبانو هم هسی کوچنی بی تجربی او کم علمه هلکان ورته نماینده تاکلی دا هم شه کار نه دی. اوس نو دوکتور او پروفیسور ۲۲ هلک چی لسانس لری یا یی نه لری امر ته ولار وی، دا مناسب نه دی

طاهر ثابت

یعنی تکبر زنده باد؟

عدالت

بس شکنزل دی زده؟ راته پنجاب نعلومیژی

Back to top button
22
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx