نړۍ

پخوانی لومړی وزیر! فرانسیه دې ژرترژره له افغانستان ځخه عسکروباسي

 france

دفرانسي پخواني لومړي وزیر وروسته له هغه  چې پرون دطالبانوپه یوه بریدکې یوبل فرانسوي عسکرووژل شو. یوه اعلامیه صادره کړه چې په کې یې په کلکوټکو له فرانسوي چارواکوځخه له افغانستان ځخه دخپلوعسکرو ایستل وغوښتل  ، دفرانسي پخواني لومړي وزیر لوران فایوس په خپلوخبروکې ویلي ، چې په یوه میاشت کې ددولسو فرانسوي عسکرو وژل کیدل څه عادي خبره نه دي . نوځکه زه په جدي توګه له فرانسوي چارواکوځخه غوښتنه کوم چې ځومره چې ژرکیداي شي باید له افغانستان ځخه خپل عسکر راوایستل شي .
فرانسیه چې دامهال په افغانستان کې ۴۰۰۰ سرتيري لري ، څه موده وړاندې دفرانسیې ولس مشر سرکوزي اعلان کړي وو چې ترراتلونکی اوړي پورې به ۱۰۰۰ تنه سرتیري له افغانستان ځخه وباسي اوپاتې نوربه هم په تدریجي ډول وایستل شي .

 ندیم توخي 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close