افغانستان

بهرنیو چارو وزارت امریکا د حکومت وروستي اقدام هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د خزانې وزارت د هغه اقدام هرکلی کړی دی چې له دغه هیواده خلک خپلې شخصي پیسې پرته له دې چې د امریکا د بندیزونو سره مخ شي، افغانستان ته حواله کولای شي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر پاڼې د امریکا د حکومت دغه عام جواز یو ښه اقدام ګڼلی دی.

بلخي لیکلي دي چې د امریکا د حکومت «له خوا بانکونو ته شپاړسم جنرل لایسنس صادرول يو ښه اقدام دی چې اوس بهرميشت افغانان کولای شي خپلو کورنيو ته د ويسټرن يونين، منېګرام او نورو بانکي لارو پيسې وليږي».

بلخي زیاته کړې چې افغان حکومت ‎ ددې پرمختګ ستاينه کوي او هيله لري چې افغانانو ته د نړيوال بانکي نظام په ټولو برخو کې د لاسرسي حق ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا حکومت د جمعې (لیندۍ ۱۹مه) په ورځ یو عمومي جواز صادر کړ چې له مخې یې افغانستان ته د شخصي پیسو ليږدونکي او مالي ادارې به د امریکا د بندیزونو څخه خوندي وي.

د امریکا خزانې وزارت د دغه جواز (لایسنس) له مخې له شخصي او غیرسوداګریزو پیسو پرته افغانستان ته نورې پیسې نشي حواله کیدلای او منع ګرځول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدی

خوشحاله اوسۍ.

غمی،پښتین

بهرنی چارو وزیر ته،
والله ډیر د امریکا هر کلی وکړی،ډیر ورپسی وتیشتی، د ډالر نه د انځرګل درته جوړ شو،د ستاسو خپلو بی عقلی د لاسه،هم مو نظام ړنګ کړ،هم مو خلک نیستی ته کینول،نه په حکومتولی پوهیږی او نه په سیاست،
خلک د وچی ډوډی په ارمان دی،ټول په تیښته کی دی.هغه د خلقیانو شعار ښه وه چه ،کور،کالی،ډوډی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx