دیني، سیرت او تاریخنظــر

معاصر پوځي يونيفورم د اسلام له نظره

مولوي صبغت الله وصيل

په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته د پوځي يونيفورم بحث د اسلامپالو مبارزينو ترمنځ شدت موندلی، ځينې مجاهدين يونيفورم ته د غربي لباس په سترګه ګوري او له اغوستلو څخه يې کرکه کوي، بل خوا د ولس له لوري دې غوښتنې زور اخيستی چې د ا.ا مجاهدين بايد منظم او خاص يونيفورم ولري ترڅو بل څوک ورڅخه استفاده ونکړي او د خپلسرو وسلوالو او غلو مخه ونيول شي.

شيخ محمد البخيت المطيعي الحنفي رحمه الله په خپل کتاب «حقيقة الاسلام و اصول الحکم» کې په بشپړ تفصيل سره خبره کړې چې خلاصه يې ستاسې مخې ته ږدو.

نوموړی وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د پوځ د لباس د تنګوالي او لنډوالي په اړه غږيدلای، هو بهو داسې لکه زموږ په زمانه کې يې پوځونه اغوندي.

امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب صحيح البخاري کې د «باب الجبة في السفر والحرب» تر عنوان لاندې يو ترجمة الباب ايښی او بيا يې په خپل سند سره لاندينی حديث روايت کړی دی.
حدثني المغيرة بن شعبة قال انطلق رسول الله صلى الله عليه وسلم لحاجته ثم أقبل فلقيته بماء فتوضأ وعليه جبة شأمية فمضمض واستنشق وغسل وجهه فذهب يخرج يديه من كميه فكانا ضيقين فأخرجهما من تحت فغسلهما ومسح برأسه وعلى خفيه. «رواه البخاري»

ژباړه: له مغيره بن شعبه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوشبويي تويولو لپاره ولاړ، بيا راغی، ما مخې ته د اوداسه اوبه وروړې، اودس يې وکړ، شامي جبه يې اغوستې وه، مضمضه او استنشاق يې وکړ، مخ يې ووينځه، له لاسونو څخه يې د لستوڼو د پورته کولو هڅه وکړه، هغه تنګ و(نه پورته کيدل) بيا يې له لاندې څخه لاسونه راوباسل او ويې وينځل، په سر يې مسحه وکړه او په موزو يې هم مسحه وکړه.

نوموړي له دې وروسته د دې حديث نور روايتونه هم رانقل کړي چې ورڅخه معلوميږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه تنګه وړينه چپن د تبوک په غزا کې اغوستې وه، چېرې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شام لوري ته د روميانو (عيسويانو) سره د مخامخ کېدو اراده لرله، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی د جامو په څېر يوه جامه (تنګه وړينه چپنه) اغوستې وه چې لستوڼي يې ډير تنګ و تردې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مجبور شو چې لاسونه مبارک له لاندې راوباسي.

مطيعي رحمه الله زياتوي: له دې څخه په سفر او غزا کې د تنګ لباس استحباب معلوميږي لکه څرنګه چې امام بخاري رحمه الله په خپل ترجمة الباب سره اشاره ورته کړې ده او ځينې شارحانو يې همدې نکتې ته اشاره کړې ده، ځکه په تنګ لباس کې حرکت چست کيږي او په سپريدو او راښکته کيدو کې اسانتيا لري او له دښمن سره د نښتې پرمهال څوک په ځان نه مصروفوي، پوځي ډګر کې دغه قاعده په پام کې نيول پکار دي «داسې جامې واغونده چې ستا خدمت وکړي او تا په خپل خدمت مصروف نه کړي».

وړاندې دغې شبهې ته چې کيدای شي رسول الله صلی الله عليه وسلم رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه تنګ لباس د يخ په خاطر اغوستی وي؟ ځواب وايي: له تنګ لباس سره ګرمي زياتيږي او د تبوک غزا په سخته ګرمي کې رامنځته شوې وه.

هو دا اخفاء او ځان پټونې احتمال پکې شته چې روميان پرې د خپلو خلکو ګمان وکړي او له خطر څخه محفوظ پاتې شي او کفارو ته د فريب ورکولو په خاطر د هغوی د لباس اغوستلو جواز ترې معلوميږي، ځکه دا چپن د هغوی له لباس څخه وه او هغوی په دې وخت کې له اسلام سره په جګړه کې وو.

وړاندې يوه بله شبهه ځوابوي، چې په يو حديث کې راغلي (من تشبه بقوم فهو منهم) چې دغه حديث په پورتني حديث مخصوص ګرځيدلی او مصداق يې هغه څوک دی چې خاص له کفارو سره د تشبه په قصد د هغوی لباس اغوندي، د دې حديث له عموم څخه هغه څوک استثناء دي چې د کوم ديني يا دنيوي مصلحت په خاطر د کفارو لباس اغوندي.

وړاندې زياتوي: زموږ مشايخو ويلي: کفارو ته د فريب ورکولو په خاطر د هغوی لباس اغوستل پروا نه لري.

په پای کې ليکي: چې د پوځ او ضابطانو يونيفورم جايز بلکې مستحب دی ځکه په دې عسکر ډير نشيط، چست او حرکت ته چمتو وي نو دا د هغې فريضې له مکملاتو څخه دي چې د ارهاب (توازن) د ځواک تيارول دي.
خو لباس بايد دومره چسپ او تنګ نه وي چې عورت ترې ښکاره او معلوميږي ځکه دا مکروه تحريمي دی. ((حقيقة الاسلام واصول الحکم. مخونه ۲۵۹ – ۲۶۰ ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx