
۱۱۱ کلن افغان ځوان د اسرائیلو پر خلاف د جهاد تلوسه لري
نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): یو افغان چې ۱۱۱ کاله عمر لري غواړي په فلسطین کې د حماس د مجاهدینو ترڅنګ د یهودانو پر خلاف وجنګیږي.
حاجي مولوي عبدالرحمن چې د کندز ولایت اوسیدونکی دی وايي چې تیار یم فلسطین ته ولاړ شم او هلته د حماس له مجاهدینو سره اوږه په اوږه د یهودانو پر خلاف تر هغو وجنګیږم چې یا شهید او یا هم غازي شم.
نوموړی په داسې حال کې د اسرائیل پر خلاف د وسله والې مبارزې هیله څرګندوي چې د اسلامي نړۍ یو شمیر عمرخوړلي مشران او امیران د قدرت او چوکۍ د بقا لپاره په ښکاره ډول د اسرائیل ملاتړ کوي، د هغوی مادي او مالي مرسته کوي، او آن له فلسطینیانو څخه لفظي دفاع هم نه کوي، په فلسطین کې د اسرائیلو پر ظلم او وحشت سترګې پټوي او خاموشي اختیاروي.
خو حاجي مولوي عبدالرحمن وايي چې الحمدلله اوس هم د جهاد توان لرم او د وینو تر وروستي څاڅکې پورې د اسرائیل پر وړاندې وسله وال جهاد کولای شم.
ډیر ښه ډیر ښه الله جلت قدرته دی نور هم ښه او ډیر ژوند ورکړي او هم دی قادر متعال خدای لوړی درجې ورکړی آمین او الله تبارک وتعالی دی دده ننګ د بیننګانو د غیر ت لامل وګرځوی آمین یارب العلمین
بسم الله الرحمن الرحیم د تحول اود تداوم د ټا کنـیزټیم مشرتابه ښاغلی داکترصاحب ودرانه مقام ته ! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. د ۱۳۹۳ کال په ټاکنوکی دافغانستان ځوریدلی اولس په ډیروسختوحالاتواودرانه قیمت چی دګوتو دپری کیدوآن دمرګ تربریده پوري ورسیده خپله ملی دنده ترسره کړه. دایی دخپل ملی ارمان ته چی د ( ۳۵ ) کلن ناورین څخه دسوکالې لورته وتل وی هغه هم ستاسو په شان دیوداسی منلې رښتنی ملی مشرترمشرې لاندی چی داولس په زړونو کی خپل خاص ځای لری درسیــــدو دپاره هغه داچی تاسوبه انشـاالله درښـتـنوټـاکنـو په نتیـجه کی دحمیــــــد بـــابـــاپه قـــــــــــول ( وایه سپــک… نور لوستل »