شعـــــرونه

ګل ګل یې راته وساتې د مینې په نسیم/ کاروان

پير محمد کاروان

ګل ګل یې راته وساتې د مینې په نسیم
پر باغ وطن را مه ولې مولا کربُ العظیم

ملنګه مینه، ورکاندې شاهانو ته د وخت
له غیبه را پیدا کړې یو ادهم د ابراهیم

قدم په قدم عامه کړې د مور مهرباني
چې لاس کاندي راتېر پر ببر سر د هر یتیم

د هرې یوې افغانې او د هر یوه افغان
زړګی وطن خو مه کړې د بېلتون په چاړه نیم

زه نون هم ورسره کړمه چې امن امن شي
چې کله هم خطاط لیکلی وي الف و میم

اوبه، مېوې، لالونه، غرونه، دښتې د وطن
نارې وهي، هی هی چې مو لرلی ښه زعیم

جهان به مو ښکلا ته شي حیران ګوته په خوله
که زړونه مو صفا شي که عقلونه مو سلیم

کاروان که غزل هم وایي تر زلفو پېچ و خم
په زیر په بم دې راشي په صراط المستقیم

۲۰ قوس ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
یادونه د شعر پیامي برخه لږه ډېره ده، نه پوهېږم شعریت به یې چې څنګه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx